کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د لبنان په جنوبي “الناقوره” سیمه کې د صهیونیستانو هوایي برید کې د حزب الله غورځنګ یو مهم قوماندان او دوه جنګیالي وژل شوي دي.
العربیه تلویزیوني شبکې د حزب الله د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې د “حسین یزبیک” په نوم دغه قوماندان او دوه ساتونکي یې هغه مهال د صهیونیستي اشغالګرو د بې پیلوټه الوتکې هدف وګرځیدل، چې پلازمېنې “بیروت” ته روان و.
د حزب الله سرچینو خبر ورکړی، چې “حسین یزبیک” د لبنان-اسراییل پر پوله د دوی د وسله والو ځواکونو د ضربتي کنډک قومانده پر غاړه لرله او له څو میاشتو راهیسې صهیونیستانو سره په جګړه کې ښکیل و.


















