کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
رویټرز خبري اژانس د دریو لبناني امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په برید کې د حزب الله اسلامي غورځنګ یو جګپوړی قومندان وژل شوی دی.
وژل شوی قوماندان جنرال “یسام طویل” نومیږي او د “رضوان” په نوم د حزب الله غورځنګ د ځانګړې پوځي قطعې مشري یې کوله.حزب الله ته نږدې سرچینو د موړي وژل کیدل تایید کړي او په خبره یې نوموړی د لبنان په جنوبي “خربت سلیم” سیمه کې د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
اسراییلي رسنیو بیا خبر ورکړی، چې جنرال “ویسام حسن طویل” د شنبې په ورځ د اسرایلو د میرون پر هوايي اډې په خونړي برید کې لاس درلود، چې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د ویلو ده، چې د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرایلو له خونړۍ بریدونو وروسته د لبنان-اسراییل پر پوله د حزب الله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ مرګونې نښتې روانې دي، چې په پایله کې یې د حزب الله تر ۶۰۰ ډېر جنګیالي ۵ تنه مهم قوماندان وژل شوي دي.