غزل/ خوشال درانی
خپل مو نه دی دا پردی کلي ته راغی
یو بدرنګه شان سړی کلــــي ته راغی
دې لښکر لکه چې بیا ماتــــې خوړلې
دې لښکر نه یو ژوندی کلــي ته راغی
هغه تا چې هېڅ له زړه نه، نه ایــستلو
نن هماغه ځوان په خدای کلي ته راغی
ماشومــــانو یـــــې په کاڼـــو بدرګه کړ
ویل څنګه لېـــــونی کــــــلي ته راغی
د بـــــري بیرغ یې ځان ســــره راوړی
دې جګړې نه مېړنی کلـــــي ته راغی
نن د کلي نجــــــونې یو بل ته دا وايي
له مودو پس درانی کلــــــــي ته راغی

















