د پاکستان او ایران شخړه؛ اسلام آباد له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی

(کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۲ل
له هغه وروسته چې تېره شپه د ایران د سپاه پاسدران انقلابي ځواکونو د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د “جیش العدل” وسله والې ډلې پر مرکزونو هوایي او توغندیز بریدونه وکړل اسلام آباد یې په غبرګون کې له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې “میرمن ممتاز بلوچ” شیبه وړاندې پلازمینه اسلام آباد کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل: چې پاکستاني چارواکو ايران ته خپل ټول سفرونه ځنډولي او د پاکستان او ايران تر منځ ديپلوماتيکې اړېکې تر دویم حکم پورې بندې دي.
په ایران کې د پاکستان سفیر چې تر دې مه تهران کې ده رویټرز خبري آژانس سره په خبرو ک ویلي، ایران د پاکستان عرضي تمامیت نقض کړی او هیواد به یې هر څه ژر ځواب ووایي او که هر څه پیښیږي د پایلو مسوولیت به یې په بشپړ ډول د ایران پر غاړه وي.



