پر ایران د پاکستان بریدونه؛ د بلوڅ وسله والو مهم مشران وژل شوي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۲ل)

له هغه وروسته، چې وړمه او تېره شپه د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د پاکستان په بلوجستان ایالت کې د “جیش العدل” وسله والې ډلې ګڼ مرکزونه په نښه کړل، پاکستان یې په غبرګون کې نن پنجشنبه، ۱۸ جنورۍ سهار وختي د ایران په سیستان-بلوجستان ایالت کې د بلوڅ وسله والو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې اته تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو بیا خبر ورکړی، چې په یادو بریدونو کې د (BLF) مهم مشران په نښه شوي دي. پاکستاني رسنیو د استخباراتي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې د بلوڅ وسله والو د یو تر ټولو مهم قوماندان “دوستا عرف چیئرمین” په ګډون د یادې ډلې نور اوه تنه مشران هم وژل شوي دي.

د ویلو ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري ایران یې دوست هیواد دی؛ خو دوی حق لري، چې هغه کسان په نښه او له منځه یوسي، چې په پاکستان کې بریدونه کوي او د دوی ګټي له ګواښ سره مخ کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button