پر ایران د پاکستان بریدونه؛ ایران: پاکستاني وګړي پکې وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
راپور: خالد افغان
راپورونه وایي چې دا ځل پاکستان د ایران په ځواب کې د دغه هیواد پر سیستان بلوچستان پراخ بریدونه کړي او مرګ ژوبله هم لري. پاکستانیو ډرون او جنګي الوتکو نن(پنجشنبه، مرغومي ۲۸مه) د سهار پر وخت ۴ بجې په دغه ښار کې پر بلوڅ وسله والو پراخ بریدونه وکړل. پاکستانیو ځواکونو ویلي چې د سیستان بلوجستان کې یې بلوڅ وسله واله چې په (سرمچار) مشهور دي، هدف ګرځولي.
دا بریدونه نن سهار وخته د سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې ترسره شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي چې نن پنجشنبه(د مرغومي ۲۸مه) سهاروخته یې د درنو چاودنو غږونه واورېدل چې د پېښې له ځایه تر ډېره پورې لوګي پورته کېدل.
پاکستانۍ دولتي رسنۍ مني چې ځواکونو یې نن سهار پر ایران بریدونه کړي او دا بریدونه یې له تهرانه د غچ اخیستو په موخه کړي. پاکستانۍ رسنۍ وایي چې پر بلوڅ بیلتون غوښتونکو وسله والو یې بریدونه کړي او دوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ورته مهال د سیستان او بلوچستان سیاسي او امنیتي مرستیال تسنیم خبري اژانس ته ویلي و، چې د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې درې ښځې او څلور ماشومان وژل شوي دي. له بله اړخه اسلام اباد وایي چې په دې بریدونو کې یې بلوڅ وسله وال وژلي.
د سیستان او بلوچستان د والي مرستیال اعلان وکړ چې د سهار په ۴ بجو ۳ بې پیلوټه الوتکو په سراوان کې د ایران پر یوه سرحدي کلي برید وکړ او ۴ کورونه یې ویجاړ کړل او ۱۰ تنه یې ووژل چې ټول یې پاکستانیان وو. مرستیال والي وایي چې څېړنې یې رواني چې دا کسان څنګه او له کومه وخته په دغه سیمه کې مېشت وو؟
ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی، چې نن سهار د سیستان او بلوچستان ایالت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی او د پېښې په اړه به ترې پلټنې کوي. دوی په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
یوه پاکستانۍ امنیتي سرچینه وایي چې پاکستاني ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي او د تهران هر برید ته به ځواب ووایي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی څو د اسلام اباد او تهران ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ کم او د دواړو هیوادونو اړیکې نارمل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینگ خبریالانو ته ویلي چې بېجېنګ د وضعیت د ارامولو په خاطر هلې ځلې کوي او چمتو دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د منځګړیتوب واګې په لاس کې واخلي.
له بله پلوه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن ماسپښین په خپل ټویتر دواړه هیوادونه زغم او د یو بل منلو ته راوبلل. په خبر کې ویل شوي چې په سیمه کې له کلونو کلونو وروسته امن او ثبات راغلی، نو هڅه دې نه کیږي چې شته امن سبوتاژ شي. بهرنیو چارو وزارت له دواړو هیوادونو غوښتي چې خبرې له ډيپلوماټیکو لارو حل و فصل کړي. ا.ا. هیله کړې چې شته کړکېچ زیات نه شي.
د سیستان بلوچستان پر یوه کلي دا بریدونه په داسې حال کې کيږي چې تهران هم وړمه ورځ د هوا او ځمکې لارې د پاکستان بلوچستان په نښه کړ. تهران ویل چې دوی هلته د جیش العدل وسله وال په نښه کړي او د دوی دوه مرکزونه یې هم له منځه وړي. د تهران او اسلام اباد اړیکې له دغو بریدونو او یو بل ته له ګوتځنډنو وروسته ترینګلي شوي او هر وخت احتمال شته چې دا کړکېچ لا پسې زیات شي.



