افغان حکومت: پاکستان او ایران دې د اختلاف وړ مسايل د خبرو له لارې حل کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې چې ایران او پاکستان یو پر بل هوایي او د بالستیک میزایلو بریدونه کړي او دا مهال یې ترمنځ اړېکې خورا ترینګلې دي. افغان حکومت له دواړو لوریو غوښتي، چې د اختلاف وړ مسایل دې د خبرو له لارې حل کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او په دواړو ګاونډیو هیوادونو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بېثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي نو دواړه لوریو ته پکار ده چې د سیمهییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د دېپلوماتیکو چاینلونو له لارې په خبرو اترو اوار کړي.
د ویلو ده چې وړمه او تېره شپه د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د “جیش العدل” په نوم د یوې وسله والې ډلې مرکزونه په بالستیک میزایلو په نښه او له منځه یو وړل او په غبرګون کې یې نن سهار وختي د پاکستان وسله والو ځواکونو د ایران په سیستان-بلوچستان ایالت کې د بلوڅ وسله والو په پټنځایونو بریدونه وکړل چې د پاکستاني پوځ په خبره د پلوڅ وسله والو د ۷ تنو مهمو قوماندانانو په ګډون پکې لسګونه وسله وال ووژل شول.



