کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
تحلیلي راپور:
دوې ورځې د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وویل چې په دغه ولایت کې د کران و منجان او وزیباک ولسوالیو اړوند په توپخانې غره کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده. اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوازې دومره وویل چې دا الوتکه وړمه ورځ ماښام غورځېدلې ده او د هند هیواد اړونده ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولینو ویلي چې د پېښې د لا ښه پوهاوي په موخه یې سیمې ته یوه ډله استولې ده.
ددغې الوتکې په باب تر دې دمه ضدونقیض خبرونه خپریږي. له دې پېښې څو ساعته سمدستي وروسته په خواله رسنیو کې وویل شول چې دا الوتکه هندۍ نه، روسۍ ده. راپورونو ویل چې دا وړه جیټ الوتکه ده چې یوازې د شپږو تنو د وړلو توان لري. داسې ویل کېدل چې ددې الوتکې ټوله سپرلۍ مړه شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په خپل اېکس ولیکل چې ددې الوتکې سپرلۍ یې ژغورلې. دا اداره لیکي چې ژغورنکې ډلګۍ توانېدلې چې د پیلوټ په ګډون څلور تنه وژغوري. اداره وایي چې الوتکه د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې نه، د کوف آب ولسوالی په ارز کوه پدېو سیمه کې موندل شوې ده.
دا الوتکه په کوم هیواد پورې اړونده وه؟
د هند ملکي او هوایي چلند ادارې په خپله رسمي ټویټر پاڼه ولیکل چې دغه الوتکه په دوی پورې اړیکه نه لري او نه هم دا الوتکه په روسیې پورې اړونده ده. دوی لیکلي و چې دغه ډول الوتکه په دوی پورط مربوطه نه ده او نه هم د هند ملکي الوتکې د افغانستان پر مسیر الوتنه کړې ده. روسي چارواکو هم ولیکل چې الوتکه په دوی پورې اړونده نه ده خو په الوتکه کې څلور سپرلۍ د دغه هیواد دي.
د هند ملکي هوایي چلند وویل چې دا الوتکه د مراکش هیواد په یوه شرکت پورې اړونده ده.
ددې سپرلۍ برخلیک په کوم حال کې ده؟
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن په خپل اېکس ولیکل چې ددې الوتکې څلور سپرلۍ یې ژغورلې ده. دغه سپرلۍ د روسیې هیواد پورې اړوند دي. مجاهد وایي چې په دې عمله کې دوه تنه مړه شوي هم دي. د ټرانسپورټ او هوایي چلند ادارې ویلي چې ددغې الوتکې ژوندۍ سپرلۍ یې په یوه پوځي الوتکه کې کابل ته راانتقال کړي دي. دوی ویلي چې دوه جسدونه به هم لومړی فیض اباد ته راولېږدوي او بیا به یې کابل ته راوړي.
په هغه ویډیوګانو کې چې د ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس اچولي پکې ښکاري چې یو شمېر روغتیاپالان سپرلیو ته په روغتیایي چوپړونو بوخت دي. مجاهد ډاډ ورکوي چې ددې سپرلۍ روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې په بدخشان کې د سقوط شوې الوتکه کې یې دوه سپرلۍ مړې شوي دي. دغه وزارت وایي چې په دې الوتکه کې یې څلور تنه نور کسان ژوندي دي.
ددې الوتکې د سقوط په باب د نړۍ بېلابېلو ورځپاڼو او رسنیو تبصرې کړي دي. بریتانوۍ انډيپنډینټ لیکلي چې په دغه الوتکه کې شپږ کسان سپاره وو چې الوتکه له رادار دستګاه وتلې او د بدخشان په یوه غرنۍ سیمه کې غورخېدلې ده. هندي چارواکو منلې چې دا فالکون ۱۰ ډوله الوتکه یوه هوایي امبولانس ده چې له ټایلنډ مسکو ته راونه وه؛ خو د څه وخت لپاره د هند په یوه هوایي ډګر کې تم شوې وه.


















