کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې د حماس اسلامي غورځنګ په بریدونو کې ۱۲ تنه صهیونیستي اشغالګر پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام لېوا” خبر ورکړی، چې اشغالګرو ته دغه مرګ ژوبله پرون دوشنبه د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې اوښتې ده.
دغه راز د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله ادعا کړې ده، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله یې د صهیونیستانو یو شمېر اهداف په توغندیو ویشتلي، چې له امله یې ۶ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د حماس او اسرائیلو ترمنځ په څه باندې سل ورځنۍ جګړه کې د لسګونو مهمو قومندانانو په ګډون سلګونه اسرائیلي پوځیان وژل شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او ورځ تر بلې د اسرائیلي پوځیانو په مرګ ژوبله کې زیاتېدو په حال کې ده.


















