کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د يمن وسله والو ځواکونو اسرائيلو ته تلونکې درېيمه امريکايي بېړۍ هم ويشتلې ده. د حوثيانو د پوځي څانګې “انصارالله” وياند “جنرال يحيي سريع” الجزيرې تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي، چې د يمن وسله والو ځواکونو د عدن په خليج کې د امريکا “اوشين ګاز” په نامه يوه بېړۍ د بالستيک توغنديو په وسيله ويشتلې، چې په بشپړ ډول له منځه تللې ده. نوموړي يوځل بيا ګواښ کړی، چې ځواکونه به يې په “بحر احمر” سره سمندرګي کې د امريکا- برېتانيا او نورو صهيونيستي پلوه هيوادونو بېړيو باندې تر هغه مهاله بريدونه وکري ترڅو چې اسرائيلو پر غزې خپل بريدونه نه وي درولي او د غزې تړانګې محاصره يې نه وي ختمه کړي.د ويلو وړ ده، چې له تيرې نومبر مياشتې راهيسې حوثيانو په سره سمندرګي کې اسرائيلو ته پر تلونکو کښتيو باندې بريدونه پيل کړي، پنځه بېړۍ يې نيولي او د امريکا په ګډون يې د ګڼو هيوادونو بېړۍ ويشتلې دي.