د یمن وسله والو ځواکونو سور سمندرګي کې یوه برېتانوي بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
په سور سمندرګي کې د نښتو پر دوام دا ځل د یمن وسله والو ځواکونو د عدن په خلیج کې یوه برېتانوي بېړۍ، چې اسرائیلو ته روانه وه په بالستیک توغنديو ویشتلې ده.
د امریکایي پوځ مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) دغه برید تایید کړی او په خپره کړې خبرپاڼه کې یې ویلي، تر برید وروسته په بېړۍ کې پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” حوثیانو سره تړلي “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې امریکا او برېتانیا ته خبرداری ورکړی که په غزه کې شخړه دوام وکړي نو د یمن وسله وال ځواکونه به د امریکا-برېتانیا په بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال د حوثیانو د رهبری شورا ویاند “محمد علي الحوثي” ویلي: که امریکا غواړی په سور سمندرګي کې خپلو بېړیو ته زیان ونه رسوي باید صهیونیستي رژیم مجبور کړي، چې پر غزې خپل پوځي تیری ودروي او د غزې تړانګې محاصره پای ته ورسوي.
له بل پلوه د یمني حوثیانو د اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “انصار الله” لوړ پوړي قوماندان “محمد علي بختي” له المیادین رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: چې د صهیونیستانو د غاصب رژیم او د هغوی د متحدینو پرضد به یې پوځي عملیات تر هغه روان وي چې اشغالګرو صهیونیستانو د غزې پر مظلومو خلکو خپل ناروا یرغل پای ته نه وي رسولی.
د انصارالله دغه لوړ پوړي قوماندان دغه راز ویلي: پر یمن له یرغل وروسته د امریکا او برتانیې جنګي بېړۍ او سوداګریزې کښتۍ زموږ لپاره قانوني هدف ګرځېدلي دي او دا بریدونه به دوام لري.



