کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ملا “امیرخان متقي” «د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې ته په وینا کې ویلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو حکومتولۍ جوړښتونو او پرمختیایي ماډلونو ته درناوی لري او له نورو هم تمه لري چې د اسلامي امارت د حکومتولۍ ماډل ته درناوی وکړي.
متقي، چې د (افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) غونډې ته یې خبرې کولې وویل: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی بلکې له ټولو هېوادونو سر پر مثبت تعامل ټینګار کوي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان تاریخ ښودلې چې بهرنۍ او تپل شوې نسخې ګټورې نه وې.
متقي د خپلو خبرو پر دوام زیانه کړه، چې هیله لري د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې ناسته کې د افغانستان رېښتینۍ انځور نړۍ ته وړاندې شي.
ښاغلي متقي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو لخوا د بل استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
د ویلو ده، چې په هېواد د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ وروسته دا لومړۍ ځل دی، چې کابل د دا ډول غونډې کوربتوب کوي.