کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې یوې پاکستاني محکمې د پاکستان د ستر سیاسي ګوند “تحریک انصاف” د بنسټګر مشر او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر “عمران خان” مېرمنې “بشرا بي بي” د قیمتي ډالیو د ساتلو په قضیه کې د ۱۴ کلونو بند سزا اورولې ده.
اغلې بشرا بي بي ته نن چهارشنبه غرمه ۱۱ بجې دغه سزا اورل شوې ده او د محکمې په حکم پولیسو نیولې او د پینډۍ اډیاله زندان ته لیږل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې چې تېره ورځ عمران خان او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي ته هم محکمې د حساسو حکومتي رازونو د افشاء کولو په قضیه کې په لسو کلونو زندان محکوم کړي و.
د ویلو ده، چې خپله عمران خان او ګوند یې پرې لګول شوي تورونه رد کړي او د پاکستان سترې محکمې کې یې د یادې پرېکړې د چیلنج کولو هوډ کړی دی.