بیجېنګ واشنګټن ته: د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منل یوه عادي ډيپلوماټیکه چاره ده

      کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین نن پنجشنبه ( د سلواغې په ۱۱مه) په خپل اېکس لیکلي چې د بیجېنګ له خوا د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منل یو عادي ډیپلوماتیک عمل او یوه عادي چاره ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له نړیوالو غوښتي چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې لا پراخی او زیاتې کړي؛ څو نړۍ ته د خپلو چارو په اړه قناعت ورکړي.
نوموړي دا هم وویل چې د اسلامي امارت اړوند د چین تګلاره باثباته، رڼه او څرګنده ده.
تر دې مخکې واشنګټن له بیجېنګ غوښتي وو چې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د وزارت ویاند دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې وړمه ورځ سه شنبه ( د سلواغې په نهمه) د چین د ولسمشر لخوا په خپل هېواد کې د اسلامي امارت د سفیر د باورلیک ومانه.
د چین د ولسمشر له خوا د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منلو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې بیجېنګ دې د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره رڼه او څرګنده کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر وړمه ورځ سه‌شنبه د سلواغې ۱۰مه په یوه خبري غونډه کې د چین د ولسشمر لخوا د اسلامي امارت د سفیر د باور لیک منلو ته یاد غبرګون ښودلی و.
یاده دې شي چې وړمه ورځ سه شنبه په بیجینګ کې د اسلامي امارت د لوی سفیر بلال کریمي باورلیک د چین ولسمشر شي جن‌پنګ له خوا د یو لړ ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل شو.
بلال کریمي د روان کال په ډسمبر کې په بیجینګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت په لوی سفارت کې کار پیل کړی و.
تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملامحمدحسن اخند هم د روان کال د وږي په ۲۲ مه د چین د سفیر باورلیک منلی و.
بل پلو امریکا وایي چې له اسلامي امارت سره د بیجېنګ د اړیکو پراختیا به د کابل پر وړاندې د واشنګټن سیاسي تګلاره بدله نه کړي.
اوسمهال بیجېنګ او کابل له یوه بل سره غوره ډيپلوماټیکې اړیکې لري او هیله شته چې دا اړیکې لاپسې پراخې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button