دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د مور مینه (کیسه)

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2024
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
51
ځلې شریک شوی
640
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال ریحان وردګ

په ١٣٠٩٧ کال کې امریکایي یرغلګرو د دا خلي غلامانو په ملتیا زموږ په ولایت کې چاپې (شپني عملیات) پیل کړي وو
د یادو عملیاتو رهبري مستقیماً امریکایانو په لاس کې اخیستې وه، خو په کلیو او بانډو کې یې د وحشت او بربریت لپاره د صفریک او صفردو قطعاتو په نامه وحشیان له ځان سره ملګري کړي وو.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هره شپه به په بندچک، جغتو، سید آباد او جلګه ولسوالیو کې دوې او درۍ چاپې په عامو مسلمانانو او مجاهدینو باندې وهل کېدلې.

خلک له ژوند کولو یو مخ بېزاره شوي وو، نه به مېلمه د چا کره د شپې کولو په موخه تللی شوای او نه به کوربه د مېلمانه ورتګ ته زړه نیولی شوای.

دغه راز په مجاهدینو خوارانو هم د محاصرې حلقه بیخي زیاته تنګه شوې وه، هر یوه به خپل مرګ په خپلو سترګو لیدلو، د مرميو اسلحو او اړوندو مهماتو کمبود او قسما قِسم مشکلاتو نور هم سرخوږی راته جوړ کړی وو.

تر دې چې د مجاهدینو تر څنګ د منطقې اکثریت شمېر خلکو د چاپې د احوال اخیستو او خپل سر د حفاظت په خاطر ځانونو ته په شخصي لګښتونو مخابرې اخیستې وې.

زه ریحان به چې کله هم دې ورځو او شپو کې کور ته لاړم، مور به مې تر هر څه وړاندې د مخابرې پوښتنه رانه کوله، هره ورځ به یې تأکید پر دې راته کاوه، چې بچیه مخابره له ځان سره حتمي او ضروري ګرځوه.

يوه ورځ د کور طرف ته را روان وم، په لاره کې له څو ملګرو سره مخ شوم، دوی شپږ کسان وو زه یو کس وم، د دې په خاطر چې خدای مکړه د شپې لخوا د چاپې سره مخ نشي مخابره مې دوی ته ورکړه او زه د خپل کور په لوري ترې لاړم.

د ماښام لمونځ مې وکړ، ډوډۍ مې وخوړه پر چای څښلو لګیا وم، چې ګورم مور مې ناڅاپي غږ را باندې وکړ، وېل بچیه د مخابرې غږ دې خاموش دی، چارچ ته یې کېږده، هسې نه د شپې چاپه شي، بیا به څوک احوال درکوي؟

ما هم د مور د اطمنان په خاطر ورغبرګه کړه.

ما وېل ادې مخابره مې بل چا وړې، ته چورت مه وهه کوندې نن د شپې چاپه نه وي، بېغمه ویده شه.
د دې خبرې په اورېدلو مې مور د ماښام په پیل کې ورخطاء شوه، يو څه غوصې یې راته وکړې او له کوټې بهر شوه.
مور مې پوهېدله چې د وخت فرعوانیان به حتماً چاپه وهي، نو ځکه یې زما پر خبره اعتبار ونکړ.

لمونځ مې وکړ، ورپسې سم دم ویده شوم، په درانه خوب ویده وم چې ناڅپه مې تلفون ته زنګ راغی، لمړی مې ساعت وکوت تقریباً ١٢:٣٠ بجې وې.
وروسته مې ټلیفون اوکې کړ، ګورم زموږ یو ملګری دی، وېل ریحانه د ماښام ډوډۍ مې هم نه ده خوړلې او تږی هم یم.

زه راجګ شوم ګورم چې مور مې کوټه کې نشته، بېرون ته را ووتم، غږونه مې پسې وکړل، ادې ادې چېرته يې؟ مور مې د بام له سره غږ را باندې وکړ، وېل دلته یم بچیه خیرت دی؟
ماوېل مورې هلته چیش کوې دا یخ وګوره او دا دېتا د بام پر سر ناستی وګوره؟

وېل بچیه ستاسره مخابره نه وه، د دې په خاطر چې د څرخکو (هلیکپټر تیارو) غږ واورم او زر دې را جګ کړم، دلته پر بام کښېناستم.

د مور دې مینې او شفقت ته له اندازې زیات حیران شوم، غږ مې پرې وکړ مال ادې ته را ښکته شه نن چاپه نشته، ملګری مې جومات ته راغلی، ډوډۍ او چای راته آماده کړه، پرېږده دا د بام ناستی.

زما له خبرو سره سم مې مور له بام را ښکته شوه، چای او ډوډۍ یې راته آماده کړل، هغه مې جومات ته له ځانه سره یووړل او د شپې تر دوو بجو پورې په جومات کې له ملګري سره ناست وم، د څه کار په موخه یوځل بیا کورته راغلم، د کور دوازه مې چې را خلاصه کړه، مور مې له بامه غږ را باندې وکړ، وېل بچیه بیا دې څه پکار دي؟
ما وېل ادې ته بیا پر بام څه کوې؟ وېل بچیه ماته خوب نه راځي پر تاسو مې پیره کوله!

د مور له نهایي مینې بیخي زیات متأثر شوم، ما وېل ادې ته لاړه شه نن چاپه نشته، موږ بیدار یو، هسې نه خدای مه کړه مریضه شې، بیا به هغه بل غم وي.

مور مې خبره ونه منله وېل بچیه تاسو سره مخابره نشته ممکن ویده شئ، ماته خوب نه راځي ځان مې ښه پټ کړی دی، زه همدلته بیداره کښېنم، نور شپه په خلاصېدو ده، ته دې ملګري ته ورشه او خوب وکړﺉ.

زه هم روان شوم، د دې په خاطر چې مور مې له بامه را ښکته کړم لاړم جومات کې مې د ملګري سره جریان شریک، هغه راته وېل مخابره زما سره شته خو چارچ پکې نشته، زه بیخي ډېر خوښ شوم، ما وېل هېڅ دې نه وي پکې، ته دا مخابره راکړه زه یې یوځل مور ته ور وښایم زیاتي به دواړه ویده.

له جوماته را روان شوم، ګورم چې مور مې په همغه ځای ناسته ده، ما وېل مورې ته تر اوسه دلته ناسته یې؟
وېل هو بچیه ما وېل جومات ته نور طالبان هم راغلل، مخابره هم پیدا شوه، اوس لاړه شه ویده شه موږ بیدار یو.
مور مې چې کله زما لاسونو کې مخابره ولیده، نو را جګه شوه او د کور کوټې ته لاړه.

سهار مې چې کله ذهن ته د شپې جریان را تېر شو، دومره خجالت شوم چې حد پرې تمام دی او دا مې تر هر څه ښه درک کړه چې د مور په رقم مهربانه مینه به په ټول عمر هم پیدا نکړم.

زما مور دې زر کلنه شي.

لوی ټکي: مور، مینه، ریحان، وردګ،
مخکینې مطلب

بیجېنګ واشنګټن ته: د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منل یوه عادي ډيپلوماټیکه چاره ده

بل مطلب

غزه کې خونړۍ نښتې؛ ۴۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com