غزه کې خونړۍ نښتې؛ ۴۰ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجنشبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمال کې د حماس ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو پوځيانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په پایله کې یې ۴۰ نیواکګر اسرائیلي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځې څانګې “القسام” لېوا یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته په یو لیکلي پیغام کې وویل: هغه اسرائیلي اشغالګر پوځیان یې د ځواکونو په کمین کې لوېدلي، چې د غزې تړانګې له شمال څخه په تېښته و.

د حماس دغه سرچینه زیاتوي: په یاده جګړه کې یې د اسرائیلي ترهګرو پوځیانو ۱۶ ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې د ۶ تنو مهمو قوماندانانو په ګډون ۴۰ پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

که څه هم اسرائیلو تر اوسه د حماس غورځنګ د یادې ادعا په هکله څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې نن یې غزه کې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button