کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د تونس یوې محکمې د النهضه اسلامي ګوند مشر “راشد الغنوشي” په سمدستي توګه په درې کاله بند محکوم کړی.
نوموړي ته دغه سزا د تونس د ۲۰۱۹م کال په ټاکنو کې د فساد او له بهرنیو ګوندونو څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو له امله اورل شوې ده.
د ویلو ده، چې د راشد الغنوشي په مشرۍ د النهضة اسلامي ګوند په ۲۰۱۹م کال کې په ستر اکثریت پارلماني ټاکنې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ؛ خو په ۲۰۲۰م کال کې پرې پوځ کودتا وکړه، له واکه یې ګوښه کړ او زندان ته یې ولیږه. د کتونکو په باور ښاغلی غنوشي په هېواد کې د اسلامي قوانینو د پلي کولو هڅه کوله چې له امله یې پوځ سره اړېکې ترینګلې شوې او محکمې ورته د اسلامي قوانینو د پلي کولو د هڅو په تور دغه سزا اورولې ده.


















