کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶مه) راپور ورکړی، چې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو د سوریې په ختیځ “دیرالزور” ولایت کې د امریکایي پوځیانو پر یوې اډې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې ۷ امریکایي پلوه کردي پوځیان وژل شوي او د امریکایي پوځيانو په ګډون ۵۰ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون بیا خبر ورکړی، چې دغه بریدونه د عراق له خاورې ترسره شوي او د “العمر” په نامه د امریکایي او کردي ځانګړو ځواکونو یوه ستره اډه په کې په نښه شوې ده، چې په پایله کې یې د لومړنیو راپورونو په اساس ۷ کردي وسله وال وژل شوي او د امریکایي پوځیانو په ګډون پکې ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ساعته مخکې د عراق د اسلامي مقاومت وسله والې ډلې ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د امریکایانو پر یادې پوځي اډې یې د بالستیک توغندیو په وسیله بریدونه کړي او ګڼو امریکایي او امریکایي پلوه کردي پوځیانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ویلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت ډلې د لا ډېرو بریدونو خبرداری ورکړی او ادعا یې کړی، چې کولی شي د منځني ختیځ په هره برخه کې امریکایي پوځیان په نښه کړي.

















