د اسرائیلو بمبارۍ؛ رفع کې ۵۰ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې ‏اسرائیلي ترهګرو د غزې تړانګې په جنوبي «رفح» ښار باندې وحشیانه بمبارۍ کړي دي.

د الجزیرې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې په دې بمباریو کې د ښځو او ماشومانږ په ګډون ۵۰ تنه شهیدان شوي دي.

له بل پلوه ترکیې، قطر، مصر او سعودي عربستان پر رفع ښار د اسرائیلي ترهګرو وروستۍ بمبارۍ په کلکو ټکو غندلي او د ناوړه پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د ویلو ده، چې پر «رفح» ښار د اسرائیلو بمبارۍ پداسې وخت کې ترسره کیږي، چې دا مهال په دې ښار کې شاوخوا دوه میلیونه خلک راټول شوي دي.

Related Articles

Back to top button