مصر: پر رفع د برید په صورت کې به د مصر-اسرائیلو ترمنځ د سولې تړون له منځه لاړ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې، چې د صهیونیستي ریژیم لومړی وزیر «بنیامین نتانیاهو» د اسرائیلو پوځ ته امر کړی څو له «رفح» ښار څخه د فلسطنیانو د ایستلو لپاره پلان چمتو کړي. مصر اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې پر «رفح» ښار باندې د برید په صورت کې به د مصر او اسرائیلو ترمنځ د سولې تړون له منځه لاړ شي.

د مصر او اسرائیلو ترمنځ په ۱۹۷۹م کال کې د امریکا په منځگړیتوب د سولې تړون لاسلیک کړی شوی و.

د ویلو ده، چې ترکیې، قطر او سعودي هم خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو لخوا پر «رفح» ښار کې د ځمکنیو عملیاتو پیل به جدي عواقب ولري، چې پړه بې د نتنیاهو پر غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button