دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مرکه

ابراهيم المدهون: له اسراییلو د امریکا ملاتړ څرګنده کړه، چې دواړه يوه پروژه ده

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 11, 2024
کټګوریانې: مرکه, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
234
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکي کام د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائيلي نيواکګرو ترمنځ غزه کې د روانې جګړې په هکله د مشهور فلسطيني ليکوال، ژوناليست او د منځني ختيځ د چارو له څېرونکي ښاغلي “ابراهيم المدهون سره ځانګړې مرکه کړې، چې ژباړل شوې بڼه يې له تاسو سره شريکوو:

پوښتنه :
دا به په ځای وي چې داقصی طوفان له پیلولو مخکې به مو دټولو هغو زیانونو، تلفاتو اواسرائیلي ظلمونو وړاندوینه کړې او یا سنجولې وي چې په غزه کې پېښ شول ؟!
ځواب:
له شک پرته د جهاد لاره سخته ده، خو په دغه لار له تګ پرته بل اختيار نشته، حماس د جهاد شعار پورته کړی او د الله تعالی په لاره کې شهادت زموږ ستره ارزو ده. طبعي ده، چې دا هر څه سنحول شوي و. په دغه جګړه کې د امريکا په دغومره پراخې کچې ښکېکلتيا، چې جنګۍ بيړۍ، طياره وړونکې بيړۍ او ډول ډول وسايل يې راوړي، ددې ښکارندويي کوي، چې امريکا او اسرائيل يوه پروژه ده، که څه هم دوی دغه خبره پټوله وه، خو طوفان الاقصی عملياتو جوته کړه، چې اسرائيل په سيمه کې د امريکا متحده ايالاتو لپاره د الوتکو ځمکنۍ اډه ده.
د طوفان الاقصی عملياتو په پيل کې د اسرائيلو نظامي ځواک ونړېد، که چېرته امريکا په بيړه او دومره ستر ځواک سره مداخله نه وی کړې، د اسرئيلو ماته يقيني وه، اوس هم اسرائيل او امريکا زموږ د ملت ماتولو کې ناکام دي، هغوی يوازې په ۲۰۰۱م کال کې د افغانستان د اشغال پرمهال جنګي جرمونو او وحشتونو په څېر جنايات ترسره کوي.
پوښتنه :
داسې معلومیږي چې د اقصی طوفان عملیاتو له پیل مخکې مو د عملیاتو د دومره اوږدېدلو تیاری لا له وړاندې نیولی و دا سمه ده ؟!
ځواب:
هو، د الله تعالی د دغه حکم، چې کافرانو سره د مقابلې لپاره تر خپله وسه پوره تياری وکړئ، موږ چمتوالی نيولی و، دې خبرې ته په کتو چې غزه کلابنده ده، مساحت يې لږ دی او هر چېرته دښمن شتون لري، دا چمتوالی ډېر کم و؛ خو الله تعالی په کې ځکه برکت کېښود، چې د هغه جل جلاله له امر سره سم و.

دا هم ولولئ

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

پوښتنه:
داقصی طوفان عملیاتو پيل ولې د اکتوبر په اوومه ۷ ؟ که په دې اړه تفصیل ووایاست !
ځواب:
دغو عملياتو ته له تېرو دوه کلونو چتموالی نيول شوی و، دغه تياری هغه مهال پيل شو، چې په ۲۰۲۱ م کال کې اسرائيلي نيواکګرو په مسجد اقصی تيری وکړ، هغه مهال اسرائيلو کلکه اراده کړې وه، چې مسحد به نړوي، په ځای به يې ګماني/مزعوم هيکل رغوي او مسلمانان به له قدس ښار څخه وتلو ته اړباسي.
هغه مهال د حماس اسلامي غورځنګ مشرانو لوړه وکړه، چې تر څو دوی ژوندي وي، اسرائيل به د جومات نړولو ته پرېنږدي، له هماغه وخته يې طوفان الاقصی عملياتو ته تياری پيل کړ، پټنځايونه او تونلونه يې جوړ کړل، اسلحه او تجهيزات يې چمتو کړل او ځانګړو عسکرو ته يې روزنه ورکړه.
د عملياتو د پيل لپاره يې دغه ورځ ځکه غوره کړه، چې په دې ورځ د اسرائيلو د ميلې او جشن ورځ وه، د حماس مجاهدين د الله تعالی ددغه قول (ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) سره سم پرې له دروازو ورغلل، په دې توګه د اسرائيلو استخباراتي شبکې ته دوکه ورکړل شوه له توقع پورته ګزار سره مخ شول.

پوښتنه:
ستاسو ( حماس) او حزب الله اهداف یو بللی شو؟
ځواب:
زموږ هدف د الله تعالی د دين لوړوالی او له اسرائيلي اشغال څخه د فلسطين ازادي ده، هر څوک چې په دې برخه کې زموږ مرسته کوي، موږ ترې مننه کوو. څوک چې د اسرائيلو پر وړاندې جګړه کوي، موږ يې قدرداني کوو. اسرائيلو د ټولو مسلمانانو او د سيمې د ټولو اوسېدونکو ضد دي.

پوښتنه: هغو سختو شپو ورځو ته په کتو چې په تاسو تېرې شوې یاتیریږي؛ هغه به کوم اسلامي هیواد وي چې تاسې یې د غزې په اړه له دریځه راضي یاست ؟ لومړی، دویم او دریم کوم کوم هیوادونه دي ؟!!
ځواب:
په دې برخه کې ټول هيوادونه په خپل مسؤليت کې پاتې راغلي او دريځ یې کمزوری دی، د غزې جګړه اسلامي جګړه ده، خو ټولو هيوادونو غزه يوازې پرېښې ده، غزه په يوازې ځان جګړه کوي. نن ورځ په غزه خوراک، څښاک، برېښنا او تيل نشته؛ خو د اسلامي نړۍ او عربي هيوادونه د زيات خوراک او څښاک له وجې په ناروغيو اخته دي، ټول په خپل مسؤليت کې پاتې راغلي دي. د شرم يو لوی احساس موجود دی او موږ ته د نبي کریم صلی الله عليه وسلم حديث ياديږي، چې فرمايي: زما د امت يوه ډله به هميشه په حق باندې وي، په دښمن به غالبه وي، دوی ته به هيڅوک ضرر نشی رسولی، مګر هغه چې الله تعالی يې ورته د رسولو اراده کړې وي، تر دې چې د الله تعالی امر راشي. او نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي چې دغه ډله به په بيت المقدس کې وي.
د غزې حالت د ټولو مسلمانانو لپاره پيغور او سپکوالی دی؛ خو ژر به الله تعالی خپل نصرت رانازل کړي، د ا د غزې د خلکو باور او عقيده ده.

پوښتنه:
له اسرائیلو سره مذاکراتو ته به په کومو شرایطو تیار شئ ؟!
ځواب: د حماس او اسرائيلي اشغالګرو ترمنځ مخامخ خبرې نشته، البته ځينې دريمګړي جهتونه شته. د حماس غوښتنې او شرطونه څرګند دي، هغوی غواړي، چې ظلم پای ته ورسيږي، اسرائيلي اشغالګر ووځي، د غزې کلابندي پای ته ورسيږي، په مسجد اقصی تيری بند شي، د غزې له خلکو سره بشري مرستې وشي او موږ دې په خپله خاوره او خپله سيمه کې ژوند کولو ته پرېښودل شو.

پوښتنه :
تاسې د حماس د ویاند او د صحنې د شاهد په حیث به د غزې د اوسیدونکو حالت نورومسلمانانو ته څه ډول انځور کړئ ؟!
ځواب:
زه د حماس وياند نه يم، بلکې ليکوال اوسياسي شنونکی يم، د خپل ملت هيلې او د جهاد او مقاومت ارزوګانې تعبيروم او د خپل فلسطيني ملت پيغام نړۍ او مسلمانانو ته رسوم.
د غزې خلک په ډېر سخت حالت او لوی امتحان کې دي، له بې ساري ظلم سره مخ دي، د غزې خلک له قتل، ړندوبمباريو، د وادنيو ړنګېدلو، د سيمې پرېښودلو، لوږې او تندې نه رنځ وړي، هر لورته وحشت، لوږه، تنده او ظلم خپور دی؛ خو له دې ټولو سره سره د غزې اوسېدونکي دالله تعالی په دين منګولې خښوونکي دي، په خپل حق دريځ ولاړ دي او د الله تعالی په نصرت او مرسته باور او عقيده لري.

لوی ټکي: ابراهیم، مدهون، حماس، اسرائیل،
مخکینې مطلب

د یو ناني طب له تکړه حکیم "نقیب الله جهاني سره مرکه

بل مطلب

د اسرائیلو بمبارۍ؛ رفع کې ۵۰ تنه شهیدان شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com