د اسرائیلو هوایي بریدونه؛ رفح کې د شهیدانو شمېر ۱۰۰ تنو ته ورسید

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)

اسراییلي اشغالګرو تر غزې وروسته دا ځل رفح سیمه تر بریدو لاندې راوستې ده او یوازې په پرونیو بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د راپورنو له مخې اسراییلي اشغالګرو پر رفح پرون یکشنبه د سلواغې په ۲۲مه پر رفح د ځمکې او هوا له لارې بریدونه وکړل او عامه ځایونه یې په نښه کړل.
په رفح سیمه کې د الکویت روغتون مشر ویلي چې اسراییلي اشغالګرو هغه وسلې کارولي چې په نړۍ کې یې استعمال ممنوع دی. نوموړی ډاکټر وایي چې دا وسلې د بدن غړي غوڅوي او مغزي ضربه رامنځته کولی شي.
بل خوا د بي بي سي موندني ښيي چې په غزه کې د خوراکي توکو د نشتون له کبله کوچنیان د څو ورځو راهیسې د څارویو ګیاوې خوري.
د غزې اوسېدونکي وایي چې ځینو وګړو د حیواناتو واښو میده کولو ته مخه کړې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځان ته ترې اوړه جوړ کړي،‌ خو وايي چې ددغو غلو دانو زېرمې هم په خلاصېدو دي.
د خوړو نړیوال سازمان بي بي سي ته منلې چې په روانه اوونۍ کې اسراییلي عسکرو د مرستندویو جوپو مخه نیولې او اجازه نه ورکوي چې غزې ښار ته دې ترې مرستې داخلې شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په شمال کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ ډېرېدل خورا ډېرېدونکي دي.
د ملګرو ملتونو د چارو د همغږي کولو دفتر هم منلې چې پر مرستو بار لارۍ یې د اسراییلي اشغالګرو تر تسلط لاندې سیمو کې درول کیږي او بېرته یې راګرځول کیږي. یاد دفتر وایي چې دوی له اسراییلو سره غږېدلي خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې اوسمهال له ۳۰۰ زرو زیات وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
اسراییلو له وړاندې ویلي و چې عملیات به پراخوي او د مصر تر ګډې پولې(رفح) پورې به یې غځوي.
دا هغه ځای دی چې په غزه کې د سختو جګړو له کبله ګڼو فلسطینیانو پناه ور وړې.
ملګرو ملتونو او ګنو هیوادونو د اسراییلو دغه پرېکړه غندلې او ښکاره تېری یې بللی دی.
اسراییلي اشغالګرو لا له وړاندې ویلي و چې په رفح کې به عملیات کوي او باید عامه وګړي دغه سیمه پرېږدي.
یاده دې شي چې رفح اوسمهال د پناه اخیستونکو او له غزې څخه د کډه شویو فلسطینیانو یوازینۍ سرپناه ده. اوسمهال د غه ارامه سیمه کې هم اشغالګرو بریدونه پیل کړي او د بې ګناه فلسطینیانو ټولوژنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button