کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې نن سهار یې په “بحر احمر” سره سمندرګي کې یوه
برېتانوي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې ده
د برېتانيا د سمندري ځواکونو ویاند رسنیو ته ویلي، چې بېړۍ د برېتانیا د یو سوداګریز شرکت وه، چې نن سهار وختي د یمن حوثي وسله والو په بالستیک توغندیو ویشتلې ده.
له بل پلوه د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” المیادین تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د برید مسؤلیت منلی او په خبره یې یادې برېتانوي بېړۍ اسرائیلو ته وژونکې وسلې لیږدولې. نوموړي د خپلو خبر پر دوام ویلي، چې وروستی برید یې د غزې پر “رفع” ښار د صهیونیستي اشغالګرو د وروستیو هوایي بریدونو په غچ کې تر سره کړی ده.
جنرال یحیی سریع یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې ترڅو پر غزې تړانګې د صهیونیستي ریژیم لخوا بریدونه روان وي. د دوی بریدونه به هم دوام لري.