پر رفح د اسرائیلي ترهګرو بریدونه؛ یمن یې غچ کې امریکا بېړۍ ویشتلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۲ل)
په داسې حال کې، چې د غزې تړانګې پر “رفح” ښار ګوټي د اسرائیلي ترهګرو هوایي بریدونه دوام لري. د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې په غچ کې د امریکا یوه جنګي بېړۍ ویشتلې ده.
د یمن د وسله ځواکونو ویاند “جنرال یحیی” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي: زموږ وسله والو ځواکونو په ” سور سمندر” کې د امریکا د سمندري ځواکونو اړوند “سټار ایریس” د بالستیک توغنديو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه له منځه لاړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د یمن د وسله والو ځواکونو د برېتانیا یوه بېړۍ، چې اسرائیلو ته یې وژونکې وسلې لیږدولې ویشتلې وه.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې ترڅو پر غزې تړانګې د صهیونیستي ریژیم لخوا بریدونه روان وي. د دوی بریدونه به هم دوام لري.



