کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹، سلواغه، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د مونیخ په وروستی غوڼده کې ښکاره شوې انديښنې بې ځایه بللي او په خبره یې افغانستان امن دی او هيڅ بهرنۍ ډلې ته د فعالیت اجازه نشته.
مجاهد د پر خپله “ایکس” پاڼه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان له کلونو وروسته امن دی.هیڅ بهرنی ډله دلته شتون نلري اونه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي. د اسلامي امارت په دوه نیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هیڅ کوم هیواد ته تهدید ندی متوجه شوی.
مجاهد دغه راز زیاته کړې ده، چې د مخدره موادو په ضد کوټلي ګامونه اخیستل شوي، کښت يې صفر شوی او دقاچاق سره یې مبارزه روانه ده.
د ښځو په ګډون د ټولو اتباعو حقوق خوندي دي، خلک ځاني، مالي، عرضي او روحی امنیت لري.
ـ د محاکمو دروازې بې له تفکیک او توپیر څخه د افغانانو پر مخ خلاصي دي او حقوقوته یې رسیدګی کيږي.
مجاهد د خپلو خبرو پر دوام ویلي: تشویش خپرول او له افغانستان څخه د تهدید او ویرې احساس پيدا کول، یا د هیوادونو د معلوماتو کمروزي په ډاګه کوي او یا خو ځينې مغرضې کړی په لوی لاس داسې غونډوته ناسم معلوماتو انتقالوي او د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کوي.
مجاهد ټینګار کړی، که توطئه ګر جهتونه هرڅومه ډير پروپاګند وکړي، افغانستان به پرمختګ ته دوام ورکوي او د چا اعلامیو او تشویشونو ته به منتظر نه پآتې کیږي.
د مونیخ په غوڼده کې ښکاره شوی انديښنې بې ځایه دي.
ـ افغانستان له کلونو وروسته امن دی.
ـ هیڅ بهرنی ډله دلته شتون نلري اونه هم د فعالیت اجازه ورکول کیږي.
ـ د اسلامي امارت په دوه نیم کلن حکومت کې له افغانستان څخه هیڅ کوم هیواد ته تهدید ندی متوجه شوی.
۵/۱— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) February 18, 2024


















