کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹، سلواغه، ۱۴۰۲)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې حماس ځواکونو سره په خونړيو نښتو کې ۲۸ اسرائیلي ترهګر پوځیان وژل شوي او ۳۶ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، چې صهیونیستي اشغالګرو ته ډېره مرګ ژوبله د غزې شمال کې اوښتې ده.
د حماس سرچینې وایي، چې پرون د غزې شمال کې د صهیونیستي عسکرو یو پوځي کاروان د دوی د ځواکونو کمین سره مخ شوی، چې په پایله کې یې ۱۳ پوځیان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د حماس سرچینې تاییدوي، چې د غزې مرکزي او جنوبي سیمو کې یې هم اسرائیلي پوځیانو سره نښتې کړي، چې په پایله کې یې ۱۵ پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي پوځ تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د حماس غورځنګ ادعاوو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو ځینې اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې غزه کې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















