کابل ټکی کام (شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۲ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر مشر “عبدالمالک الحوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطيني ملت په ملاتړ به زموږ بريدونه لا ډېر شدت پیدا کړي.
نوموړي په یو ګواښونکي پیغام کې ټینګارکړی، چې ډلې یې په خپل جنګي سیسټم کې د بېړیو ویشتلو بالستیک توغندي زیات کړي. په سره سمندرګي عربي بحرونو، د باب المندب تنګي او د عدن په خلیج کې به یې عملیات دوام لري او لا به شدت پیدا کړي.
له بل پلوه د یمن د وسله والو ځواکون ویاند خبر ورکړی، چې د عدن په خلیج او د اسرایلو په جنوبي بندري ښار ایلات کې یې د برتانیې یوه کښتۍ د بالستیک د توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.
امریکا او برېتانیا په یمن کې د حوثي وسله والو په اډو باندې د دې ډلې د وړتیا د ګډوډولو او کمزوري کولو په موخه خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، ترڅو “د دوی په خبره” سمندري تګ راتګ ازاد او کوم ډول ګواښ سره مخ نه شي.
د یمن وسله والو ځواکونو بیا بیا خبر داری ورکړی، چې د غزې د ملاتړ په موخه به یې ځواکونه اسراییلي او د اسرائیلو د ملاتړو هېوادونو د بېړیو ویشتلو ته تر هغه دوام ورکوي. ترڅو چې غزه کې اسرائیلي اشغالګرو خپل بریدونه نه وي درولي.















