شهیدې غزې ته

الهام ” همدرد”

اخ څنګ د یو توپان لارې ته سیده شوه غزه.

دا څه وشول بې پیره، بې مریده شوه غزه.

 

د پېغلو ناوکیو ارمانونه یې اور وسول.

رالاندې د یهودو له هر بریده شوه غزه.

 

د آل سعود چارواکي عیاشو کې اخته دي.

باور وکړې په ملا ماته شدیده شوه غزه.

 

لښکر د ایوبي صلاح الدین ورپکې نشته

کفارو ته په جنګ کې خود مفیده شوه غزه.

 

اذان پکې خاموش شو د اقصی منار راړنګ شو.

“همدرده” پسې ژاړمه شهیده شوه غزه.

مربوطه مطالب

Back to top button