کابل ټکی کام (شنبه، ۵ کب، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه مقام د فرمان په اساس یو شمېر کسان په دولتي ادارو کې په نویو دندو ګمارل شوي دي.
ښاغلي ذبیح الله مجاهد د يادو ټاکنو په اړه په خپله ایکس پاڼه ليکلي، چې مولوي محمد علي جان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ معین، ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا د والي، قاري زین العابدین د نورستان د والي او مولوي شېراحمد حقاني د لغمان د والي په توګه ټاکل شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې مولوي عنایت الله شجاع د ارزګان د والي، مولوي محمد انور د لوګر د مرستیال والي او مولوي فیض الله جمال د خوست ولایت د پوهنې د رئیس په توګه ګمارل شوي دي.















