مولوي امیر خان متقي ترکمنستان ته لاړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۶ کب، ۱۴۰۲ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ دافغان سرپرست حکومت ‏د بهرنيو چارو وزیر ‘مولوي امير خان متقي” د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي “رشيد مُردوف” په بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

د بهرنيو چارو وزارت نن يکشنبه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، ټاکل شوې متقي به د دې سفر په لړ کې پر ګڼو دوو اړخيزو مسايلو له ترکمن چارواکو سره خبرې اترې ولري.

له نوموړي سره په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د افغانستان برښنا شرکت مسؤولين هم ملتیا کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button