غزه؛ د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۰ اسرائيلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ کب، ۱۴۰۲ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې، حماس ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۰ اسرائيلي پوځیان وژل شوي دي.

‏اسرائیلي پوځ هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې غزه کې یې حماس ځواکونو سره نښتو کې د “جعفاتي” لېوا” اړوند د چټک غبرګون قطعې د قوماندان په ګډون ۱۰ پوځیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي. د قطر یوې سرچینې چې یادو خبرو کې برخه لري رسنیو ته ویلي، چې تمه کېږي ډېر ژر دواړه لوري یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” ویلي، چې غورځنګ یې د منځګړو هېوادونو هڅو ته مثبت ځواب ورکړی، د خبرو اترو له بهیر سره یې موافقه کړی، په تعامل کې یې ډېر انعطاف ښودلی؛ خو اسرائیل د خبرو اترو پرمختګ کې خنډ ګرځي، او دا هغه څه دي چې حماس به یې هېڅکله هم ونه مني.

مربوطه مطالب

Back to top button