یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د يمن او افغانستان شريک برخليک

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 27, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
325
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمد سليم سليمان

که د افغانستان او يمن هېوادونو سياسي– ټولنيز تاريخ او اوسني حالت ته ځير شو معلومېږي چې دواړه تقريبا له يو ډول برخليک سره مخ دي، د دواړو ماضي له پرديو سره له جګړو او خپلمنځي جګړو ډکه ده ، يمن خو لا يو ګام نور هم مخکې تللی وو او کلونه کلونه په شمالي او جنوبي يمن ويشل شوی و. اوس بيا يمن د امريکا او انګلستان د بمونو او توغنديو ښکار شوی دی، په ټولنيز لحاظ بيا د دواړو ( افغانستان او يمن) خلک د فقر او تنګدستي له اړخه په ښه حالت کې نه دي. د يمن اوسېدونکي یې د ګاونډيو هېوادونو عمان او سعودي د وګړو د ژوند په پرتله په ډېر بې وزله او کمزوري حالت کې اوسېږي.

يمن د جغرافيا به لحاط د اسيا په سويل لوېديځ کې د سعودي عرب او عمان تر منځ د باب المندب تنګي په خوله کې په يو ستراتيژيکه سيمه کې پروت دی چې سور سمندرګی له هند سمندر سره تړي، دا تنګی په نړۍ کې د سوداګريزو کښتيو د تګ راتګ يوه فعاله او مهمه لاره ده.

يمن د ۱۹۶۲ تر ۱۹۹۰ کلونو تر منځ په دوو هېوادونو شمالي او جنوبي يمن تجزيه شوی وو او له هغه وروسته دواړه هېوادونه سره متحد شول او د يمن جمهوريت یې رامنځته کړ، خو ډېر وخت یې ارامه ورځ ونه ليدله. د ۲۰۱۲ کال د شمېرو له مخې له ۶۰ تر ۶۵ فيصده پورې د يمن خلک سني او د ۳۵ او ۴۰ فيصدو پورې شيعه مسلمانان دي.

له افغانستان سره یې فرق اوس دادی چې يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري. د دواړو دولتونو مبارزه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره هوکړې ته رسېدلي دي او نسبي ارامي ده خو د امريکا او انګلستان سره د سره سمندرګي د نړيوالو بار وړونکو کښتيو پر سره د جنجال له امله اوس يمن د ددې هېوادونو له توغندويزو حملو لاندې دی.

امريکا او متحدين یې پر يمن د حملو په ملاتړ کې ادعا کوي چې د يمن حوثيانو د سور سمندرګي په نړيوالو اوبو کې سوداګريزې کښتۍ په نښه کړې دي او دا چې ددې کښتيو تګ راتګ بندېدل نړيوال اقتصاد ته تاوان پېښوي په يمن یې حمله پيل کړې،

پر يمن باندې د حملو له پيل لږ وړاندې د متحده ایالاتو او جاپان تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ورته پریکړه لیک د يمن پر خلاف تصویب کړ، پریکړه لیک مبهم وو او په حقیقت کې د برتانیا – امریکا ایتلاف ته يې دا اجازه ورکوله چې په يمن بريدونه پيل کړي.

لندن او واشنگټن د یمن په خلاف خپلو حملو ته په داسې حال کې دوام ورکړی دی چې دا تېرې اوونۍ یې په يمن دومره سختې بمباري وکړې چې ددې حملو په دې لنډ تاريخ کې بې ساري وې. پر يمن د برتانیې او متحده ایالاتو توغندیويز بریدونه کولی شي د يوې اوږدې جګړې لامل شي چې له ټولې سیمه به يې دودونه وخېژي.

له پوځي موخو ور هاخوا د يمن ملکي بنسټونه هم په نښه کېږي. د جنورۍ په او فبروري په مياشت کې په پلازمېنه صنعا کې د بريتانيا په راکټي بريدونو کې حکومتي ودانۍ ويجاړې شوې دي، هوايي ډګرونه يې ويجاړ کړل، برتانوي توغندي د استوګنې په سيمو ولګېدل او د هره ورځ د ملکي وګړو د وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي.

يمن چې دا څه موده د کورنۍ جګړې او له اماراتو او سعودي سره له جګړې لږ را کرار شوی وو اوس یو ځل بيا د امريکا او برتانیا د حملو ښکار شو چې له دې ايتلاف سره اوس د کاناډا او استراليا په ګډون نور هېوادونه ملګري شوي دي ، تېره شپه ان پرې شپږو هېوادونو په يو ځايي ډول بمباري وکړې. یمن یو ځل بیا د کورنۍ او باندنۍ جګړې منځته ورکشول کېږي ، چې په تدريج سره به ګاونډیو هیوادونو ته وغځول شي او ټوله عربي نړۍ به تر پوښښ لاندې راولي. ښایي دا دقیقا هغه هدف وي چې انګلستان او ملګري یې لري چې اوبه خړې کړي او کبان ونيسه!

په حقیقت کې، برتانوي چارواکو او د هغوی متحدینو د خبرو پر ځای په ډېر توند ډول له زور او ځواک څخه کار واخيست، او د عربي نړۍ او په ځانګړي ډول د يمن په وړاندې یې د تېري لپاره بهانه موندله. نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د جګړې د زیاتیدو خطرونو په اړه اندېښمنه ده او د قانوني حللارې د پيدا کولو غوښتنه کوي. په سره سمندرګي کې د تګ راتګ خوندیتوب باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون پر بنسټ د ګډو هڅو له لارې حل شي.

که د برتانیې او امريکا توغندیز بریدونه بند نه شي، یمن به د غزې تړانګې په برخلیک اخته شي ، له امله به یې په سلګونو او زرګونو خلک ووژل شي او بې ساري وراني به رامنځته کړي. پر يمن باندې د حملو بېلګه د سیمې ټولو هېوادونو ته خبرداری دی چې د لويديځ ایتلاف له کړنو سره موافق نه دي.

په اوس مهال کې په منځني ختيځ کې د غزې په تړانګه او سور سمندرګي کې اوربند او سملاسي جنګ بنديز کولای شي چې سیمه له لا ترینګلتیا وژغوري او د ملګرو ملتونو او ټولو هغو نړيوالو بشر دوسته هېوادونو وظيفه او وجيبه ده چې د سياسي او سوله ييز حل لارې او فشارونو له امله ښکېلې غاړې خبرو ته کېنوي او د بې وزله انسانانو وژنې او ورانيو د مخنيوي لپاره اقدامات هرڅومره ژر چې کېږي ترسره او د لا نورې بربادي او قتل عامونو مخه ونيسي.

لوی ټکي: یمن، افغانستان، شریک، برخلیک،
مخکینې مطلب

غزه؛ د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۰ اسرائيلي پوځیان وژل شوي

بل مطلب

حماس: د فرانسې د اوربند وړاندیز نتنیاهو ته د نوي برید لپاره وخت ورکول دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com