حماس: د فرانسې د اوربند وړاندیز نتنیاهو ته د نوي برید لپاره وخت ورکول دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ کب، ۱۴۰۲ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “اسامه حمـدان” د امـریکا او فرانسې د اوربند وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې یاد وړاندیز نېمګړی ده او هدف یې نتنیاهو ته د نوي برید د چمتوالي لپاره وخت ورکول دي.

حمدان چې لبنان کې یې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل د تړون مسوده د امریکا- برېتانیا او فرانیسې په خوښه صهیونیستي، اشغالګر او ترهګر ريژیم ته سپارل شوې ده او پکې ذکر شوې نکتې دوی ته د منلو وړ نه دي.
اشغالـګرو له خوا جوړې شوي دي

د نوموړي په خبره د امریکا د تړون مسوده کې په څرګند ډول د اسرائیلي ښیکلاکګر ریژیم د شومو مخو خوندي کول په ډاګه شوي دي.

حـمدان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې موږ غواړو لومړی یرغـل، د غزې محاصره پای ته ورسیږي او د اسرائیلو له بندیزونو پرته د غـزې د بیارغونې پروګرام پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د حماس لومړیتوب د یرغـل مخنیوی، له غزې په پشپړه توګه د اشغالګرو وتل، محاصرې ختمول، غزې ته د مرستو رسونه ده او ترڅو چې د دوی دا شرطونه نه وي منل شوي د بندیانو په تبادلې خبرې بې مانا دي.

مربوطه مطالب

Back to top button