کابل ټکی کام (سه شنبه، ۸ کب، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته، چې وړمه ورځ د فلسطين د خپلواکې ادارې لومړي وزير” محمد اشتيه” له خپلې دندې استعفاء وکړه، پارلمان او کابينه يې منحل اعلان کړه، د واکمن الفتح ګوند سرچينو رسنيو ته ويلي، چې راتلونکی حکومت به ګوندي نه وي، بلکې ټولې فلسطيني ډلې به پکې ګډون لري.د الفتح يا د فلسطين د آزادۍ غورځنګ سرچينې وايي چې، نږدې راتلونکي کې يې يو پلاوي دوحې ته ځي ترڅو د حماس ګوند مشرانو سره د نوې ادارې پر جوړولو خبرې اترې وکړي؛ خو حماس غورځنګ وړاندې له دې ټينګار کړي و، چې د محمود عباس شتون ورته د منلو وړ نه دي.دا په داسې حال کې ده، چې د قطر د بهرنيو چارو وزير د حماس ګوند سياسي مشر “اسماعيل هنيه” سره په کتنه کې له نوموړي غوښتي، چې د مقاومت د بريا لپاره يووالي ته اړتيا ده او بايد د “الفتح” ګوند په ګډون ټولې فلسطيني ډلې سره يوځاي او د يو ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو باندې توافق وکړي.د ويلو ده، چې” محمد اشتيه” له ۲۰۱۹م کال راهيسې د کابينې مشري کوله د “الفتح” ګوند مهم غړي دي. نوموړي له استعفا ورکولو وروسته رسنيو ته ويلي، چې ګوند يې اوس هم اسرائيلو سره پر وسله والې مبارزې باور لري؛ خو ولسمشر محمود عباس يې د ګوند ايډيالوژي ته زيان رسولي دي.نوموړي ټينګار کړي، چې ډېر ژر به ګوندي ټاکنې ترسره او د محمود عباس پر ځاي به نوي مشر وټاکل شي.


















