کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ کب، ۱۴۰۲ل)
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې له حماس غورځنګ سره به د بندیانو د تبادلې او موقتي اوربند تړون تر روژې مخکې لاسلیک شي.
اسرائیلي رسنۍ وایي، چې د مصر، قطر او امریکا په منځګړیتوب له حماس غورځنګ سره د موقتي اوربند پیل او د بندیانو د تبادلې په مسئله خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی او تمه ده، چې تر روژې وړاندې به دغه تړون د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي.
د اسرائیلو د رادیو- تلویزیون نن چهارشنبه خبر ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د راتلونکې موافقې په اړه د مصر او قطر منځګړو ټینګار کړی چې دا موافقه به د مارچ له لسمې نیټې مخکې لاسلیک شي.
په ورته مهال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار “جیک سلیوان” ټینګار کړی، چې اسرائیل، مصر، قطر او امریکا د موقت اوربند او د بندیانو د تبادلې پر مسئلې تفاهم ته رسېدلي دي.
د نوموړي په خبره، چې پر دې تړون لا هم خبرې روانې دي او له حماس غورځنګ سره د قطر او مصر له ادرسه په غیر مستقیم ډول په تماس کې یو.