کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ کب، ۱۴۰۲ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوڅي څانګې :القسام لوا: خبر ورکړی، چې د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلو دوه مرکزونه په لسګونو توغندیو ویشتلي دي.
د القسام لوا ویاند ابوعبیده “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې دا بریدونه یې پر غزې د اسرائیلي ترهګر ریژیم د وروستیو بریدون او د بیروت په جنوبي سیمو کې د حماس د قوماندانانو او جنګیالیو د وژلو په غچ کې ترسره کړي دي.
د حماس پوځي څانګه وایي، چې نن چهارشنبه یې د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلو په شمال کې د صهیونستانو دوه پوځي اډې د (۴۰ ګراډ) بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلي او اشغالګرو ته یې پکې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ویلو ده، چې د تیر اکتوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل سره د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسراییلو اډې، پوځي مرکزونه، د رادار سیستمونو او پوستو باندې نږدې هره ورځ د حزب الله د اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونه بریدونه کوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې حماس غورځنګ د لبنان له خاورې پر اسرائیلو بریدونه کوي.


















