کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ کب، ۱۴۰۲ل)
د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه غزه کې د اوربند او د بنديانو د تبادلې په هکله يوې احتمالي هوکړې ته په اشارې سره ويلي، چې اسراييل به د جګړې په څېر له سياسي لارو هم خپلو اهدافو ته ونه رسيږي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په خبرو اترو کې نرمي د تسليمېدو په معنا نه ده، بلکې له ټولو ممکنه لارو خپلو اهدافو ته رسېدو لپاره کار اخلي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه نن د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۸ مه نيټه خپلو خبرو کې د اسرائیلو پر وړاندې مقاومت او د فلسطینیانو د دفاع لپاره د حماس پر نه ماتیدونکي دريځ ټينګار کړی.
په یوه تلویزیوني وینا کې د حماس د سیاسي دفتر مشر په بیت المقدس، لوېدیځه غاړه او د اشغال شوي فلسطین له اوسېدونکو وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې مسجد اقصی ته ولاړ شي.


















