احمد منصور
څلور کاله مخکې په همدې ورځ يوه ناشنا منظره نړۍ وليده، د عقل بندګان يې په عقلي تفسير/ تحليل کې يې پړه شول خو ايمان او عقيدې بيا دا هر څه هغه ذات ته منسوبول چې د تاریخ په اوږدو کې ورته مثالونه د خپل شتون،مؤمنانو سره په وعدو د وفا، او ورته د حق مسير ثابتېدا ښودنه يې بللی شو، د حوت لسم هم فکرو او مخالفو ته خورا مهم ده، ځکه خپل يې د مبارزې، قربانۍ پايله او ورته رسېدلی هدف بولي، خو پردي يې زمونږ د ضعف نقطه ،له سيرت او اسلامي تاريخ ناخبره مسلمانان په حاکم اسلامي نظام د بدنامه کولو يوه ښه سوژه بولي، ځکه خو د حوت په لسم د شوي تړون اړوند مبهمې څرګندونې کوي،کله يې د ضمایمو اړوند غږيږي، کله ځينې مادې په يو داسې ډول تعبيروي چې پر ضد يې د افغان ملت احساسات را وپاروي، کاذب لوري يې تر دې کچې لويږي چې تاريخ په اوږدو کې له کفارو سره د شوو مذاکراتو څخه هم منکر کيږي، د ملحد / کافر نسبتونه کوي،داسې ګمان کوي ګواګی چې انسانان واښه خوری
راځو دې ته چې د حوت لسم، بریا که معامله ده:تفسير يې راڅخه شل يويشت کاله پخواني زمان ته تلل غواړي، هغه مهال چې سُپر پاور امریکا د خپل غرور په نیل سپره وه طالب ته يې له مرګ او زندان پرته بل آفشن نه درلود، يو داسې ماحول جوړ وه چې د عقل او مادیاتو بندګانو نړۍ ته امریکا خداي پېژندلی وو، د زمکې لاندې د اشياؤ ليدل، د ابدي اوسېدو يې تبليغات… معنا دا چې د روحیاتو د ځپلو په هدف يې له هرې ممکنې وسيلې استفاده کړې وه،خو تنها طالب وو چې دا هر څه یې ناديده نيول،خپلو نه شتو امکاناتو ته يې نه کتل مسؤليت يې درک کاوه، مبارزې يو داسې شدد خپل کړ چې دونيا ورته هک حيرانه شوه ، جالبه دا وه چې پرونۍ متکبره امریکا ځان ته د خټو جوړولو په فکر شوه هغه طالب ته په ګونډه شوه چې اصلاً يې پرون د ژوند حق نه ورکاوه، د مذاکراتو جدي پړاونه په يو موټر بم د مذاکراتو بندښت په بل خلاصون هغه تاریخي صحنې وې چې غلامو فکرو نه شوای درک کولای، خليلزاد يې سياست کې لوبېدلی لوبغاړی باله ، ویل به يې طالب خپلې محوې ته را وړاندې شوی، تړون وشو هغه تاريخي شيبې نړۍ په حيرانتيا ننداره کولې، غلام فکرو چې خپل او د بادار يې تاریخي شکست مشاهده کړ،نورې اپرتې پيل کړې ، رسنيز شوی تړون يې جعلي باله کله به يې ويل: ضمایمو کې يې پټې معاملې درج دي، کله به يې ويل ځينې اډې ورسره يې منلي
دا ده له تړون تر دې دمه څلور کاله ووتل، نه پټ ضمایم راښکاره شول، نه د شرعي احکامو د نه پلي کېدو پرېکړه چا وليده، نه د امريکايانو اډې شتون لري او نه د بلې کومې معاملې څرک ښکاري، قصاصي قضيې مو دوه کالو کې مشاهده کړې، د باندینيو چارو وزير صيب په زغرده وايي که نړۍ مو په رسميت ومني هم باګرام خو څه يو ګز زمکه به هم ورنه کړو، نوره بریا څنګه وي؟ نه مذاکراتو کې امارت پړ شو، نه په تړون کې معاملې ثابتې شوې او نه کوم اشغالي فوځی تر سترګو کيږي که فرضاً شوی تړون بې کفيته /معامله وی، اوس به فرمايشات منل کېدل، د ملګرو ملتو له ناسمو پرېکړو به مو مخالفت نه شوای کولای او مهمه دا چې نن به د شرعي حدودو تطبيق کې به مو زړه او ساړه کېدل.


















