دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د حوت لسم؛ د تاریخ یو بل زرین باب او یادګار!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 29, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
238
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حماد افغان شیرزاد

د تاریخ په اوږدو کې د بیلا بیلو اړخونو، هیوادونو او خوځښتونو تر مینځ د سولې او روغې/ جوړې بې شمیره تړونونه شوي، چې ځینې یې کامیاب او ځینې یې بیا تر اوله د لا سختو جګړو لامل شوي.
دا چې د تړونونو رواج له ډېر پخوا را روان دی او په نتیجه کې یې ښکیل اړخونه هغه عوامل له منځه وړي چې دوی یې جګړې ته اړ کړي، نو دلته هم موږ د همداسې یو تاریخي تړون یادونه کوو.
افغانستان د سیمې او نړۍ یو مهم او ستراتیژیک هیواد دی، چې هر وخت د نړۍ آبر قدرتونو یې د نیولو ناکامې هڅې کړي؛ چې ورته د سر او مال په ستره بیه او تاوان تمامې شوي، که انګریز و او که روس دلته د خپل زور آزمایي وکړه؛ خو د ناکامۍ او ذلت پرته یې هیڅ هم تر لاسه نه کړل،
لا دلته او په نړۍ کې د هغوی د شرمونکې ماتې کیسې کېدلې او خلکو یې د عبرت مثالونه وېل؛ چې د نړۍ بل زبر ځواک د جهان د نورو اشرګرو سره په دې ټاټوبي خپل نجس قدمونه کیښودل او د وحشت ستر داستانونه یې ثبت کړل .
خو دا چې دې شهید پرورې او اسلامپالې خاورې کله هم د پردیو ولکه او زورواکي نه ده منلې؛ نو په وړاندې یې د تاریخ ستره معرکه پیل شوه. جهاد وشو، قربانۍ ورکړل شوې، کلي او کورونه مو وران شول، بازارونه مو ونړېدل،
د ناویانو د ودونو، د دستاربندیو او خوشحالیو محفلونه مو بمبار شول، د جنازونو قطارونه ووتل او هر طرفته د ویر او بې وزلۍ چیغې وې؛ خو دې ولس ماته ونه منله، سر یې خم نشو، بلکې دښمن آخر هم د خپلې ماتې منلو لپاره مجبور او وشړلو. لله الحمد.
دا چې امریکا افغانستان ته د بیلا بیلو سوچونو، فکرونو او خوبونو سره راغلې وه، چې دلته مقاومت او سپیڅلې مبارزې یې زیاتره هماغسې خوب او خیال پاتې کړل؛ نو د خپلې شرموونکې ماتې او ناکامۍ د پټولو لپاره یې مذاکراتو او تړون ته مخه کړه،
غوښتل یې چې دلته هم دا ولس تېر باسي او خپله ناکامي په بریا بدله کړي، خو دا چې د قربانیو او سپیڅلو وینو برکت وو، د افغانستان غیور او متدینو مشرانو دا ډګر هم وګټلو او دې ستر اشغال او ناورین ته یې په همدې ورځ دوه کاله دمخه د پای ټکې کیښود
افغانستان آزاد او افغانانو د تاریخ یو بل ویاړ او افتخار هم ترلاسه کړ. دا چې اشغالونه او جګړې ډېرې بدې ناخوالې او نوې پدیدې زیږوې، افغانستان هم د تیر څلویښت کلن خونړي انقلاب سختې او بدې ناخوالې ولېدلې او دلته یې بیلا بیلې ډلې، ټپلې او فسادونه وزیږؤل،
اوس بیا د یو بل پړاو پر لور روان و، د سیمې او نړۍ هیوادونه او استخباراتي کړیو په دې هیواد کې د خپل نفوس د پراخولو کوښښ کولو، ځینو یې بیا د تجزیې خوبونه لیدل؛ خو دا هر څه د یو چا په مبارزې او سیاسي هلو/ ځلو پای ته ورسېدل.
د حوت او یا کب لسمه هغه ورځ ده چې باید یاد یې د تاریخ په زرینو پاڼو کې، د سرو زرو په اوبو ولیکل شي، ولې چې په پایله کې یې د اشغال ټغر ټول، له هیواده مو د وحشت، ظلم، جبر، فساد او نورو جرائمو لمنه ورټوله شوه، ښاري امن او ثبات نافذ
او نور دلته د جنازو هغه قطارونه ودرېدل چې هره ورځ به یې په ټول افغانستان کې د خلکو له سترګو اوښکې روانې کړې وې. هیواد بشپړ آزاد او د امن بیرغونو د هندوکش پر سرهم رپا وکړه.
دا ویاړمنه او پرافتخاره ورځ دې ټول افغان ولس ته بیا بیا مبارکه وي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: دوحه، تړون،امریکا، طالبان،
مخکینې مطلب

د حوت۱۰ بريا که معامله؟

بل مطلب

د کب لسمه، د دوحې توافقنامه د زبر ځواک د نظامي او حیثیتي شکست پیل

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com