دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کب لسمه، د دوحې توافقنامه د زبر ځواک د نظامي او حیثیتي شکست پیل

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
فبروري 29, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
35
ځلې شریک شوی
442
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

رحمت الله فیضان

څلور کاله وړاندې د کب میاشتې په لسمه نیټه د شاو خوا ۶۰ هیوادونو اونړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې له افغانستان څخه د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شو.
افغان مؤمن او مجاهد ولس د بهرنيو اشغالګرو پر وړاندې خپل سپيڅلي جهاد ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړ، ترڅو یې نړیوال امپرالیزم د کبر او غرور له نیلي څخه را ښکته او د خبرو میز ته یې کښېنا و ، د کب لسمه د نړیوال استکبار پر وړاندي د یو سرلوړي او باعزته ولس د سوبي اوبري تاریخي ورځ ده .
افغانانو د دې تړون په لاسلیک کولو سره وکولای شول چې د امپریالیزم او د هغوی د متحدینو له شل کلن اشغال څخه په بري او سر لوړي سره خپل هیواد او ولس آزاد کړي او همدا راز افغانان وتوانیدل چي له دې توافقنامي وروسته پاشلي قومونه او پرګنې پر یوه ټغر سره را ټولې ،د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او ترواحد قیادت لاندی یو سوچه اسلامي مرکزي حکومت را منځته کړي .
ایا امریکا واقعا په افغانستان کې ماتې و خوړه ؟
دا هغه پوښتنه ده چي زیاتره سیاسي او تحلیلي مجالس یې ګرم ساتلي دي ؛ دې پوښتني ته هغه وخت سم ځواب موندلی شو چي کله په افغانستان کې د اشغالګرو قواو د ځاني تلفاتو او مالي پاګوني همدا راز په افغانستان کې د دوی د لاسته را وڼو ترمنځ یو محاسباتي بلانس را منځته او بیا قضاوت پرې وکړو .
که څه هم اشغالګرو ځواکونو ته په افغانستان کې درانه ځاني تاوانونه واوښتل خو دوی د خپلو تلفاتو اصلي ارقام د خپلو ولسونو له سترګو پټ وساتل ، په هغو تلفاتو چي دوی خپله اعتراف کوي
د امریکايي ځواکونو او د هغوی د بهرنیو متحدینو د تلفاتو شمېر چې له ۳۵۷۰ تنو څخه زیات دي تاییده وي ، د دې ترڅنګ د امریکا ، افغان متحدینود تلفاتو شمیره ۶۹۰۰۰ تنه چي د افغانستان پولیس او د اردو سرتیري پکې شامل وو ښوودل شوي ده همدارنګه د دې جګړې هغه ستر لګښتونه چې د امریکا او امریکايي مالیه ورکوونکو له لوري مصرف شول تر 2018 پورې د 970 ملیارد ډالرو څخه لوړ محاسبه شوي دي ، همد راز افغان امنیتي ځواکونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د متحده ایالاتو له لوري د څه باندې ۸۳ میلیاردو ډالرو په لګښت جوړ او روزل شوي و ، دومره ژر او په اساني سره تسلیم او پاشل شول چې حتی امریکايي چارواکي یې هم حیران کړل.
د افغانستان لپاره د یو غیر مشروع او ناکاره نظام چي د فساد ، تعصب بي اعتمادي او د قومي کشمکشونو پر بنیاد ولاړ و را منځته کول ، داسي یو نظام چي له ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۲۱ کال پورې په ملیاردونو ډالر د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ورته ورکړل شول ، له فساد سره د مبارزې لپاره د (کرزي او غني) د ادارې پر مهال لسګونه ادارې جوړې شوې، خوبیا هم افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې پاتې شو.
پورتنیو عواملو ته په کتو سره سړی قضاوت کولی شي چي امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې بي له شکه د یوه ستر زبر ځواک په توګه دا جګړه وبایلله او ستره نظامي او حیثیتی ماته یې وخوړه .

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: لسم، کب، دوحه، تړون،
مخکینې مطلب

د حوت لسم؛ د تاریخ یو بل زرین باب او یادګار!

بل مطلب

د دوحې تړون؛ د افغان ملت تاريخي بريا!

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com