اپل پې تر نامه لاندې د اپل کمپنۍ خپل خدمات په چین کې هم پیل کړل

کابل ټکی کام دوشنبه فرید احمد
اپل کمپنۍ خپل هغه خدمات چې په نوره نړی کې ولسونه ترې ګټه پورته کوي او له لارې یې توکې په اسانۍ سره رانیسي، په چین کې هم ورته خدمات په کار واچول.
د اپل کمپنۍ اجرائیوي مشر (ټېم کوک) په سینا وېبو چې د ټوېټر چېنايي وېرژن دی لیکلي دي چې د اپل کاروونکي تر دې وروسته کولای شي په چین کې هم د اپل پې له لارې توکې رانیسي.
اپل پې د اپل کمپنۍ د پيسو د راکړې ورکړې خدمات دي چې خلک یې له لارې توکې رانیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button