کابل ټکی کام ۰۳ کب ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
د کرهڼې وزارت وايي چې د هېواد په هلمند ولایت کې یو د ابو بند او دوه زره د انګورو، انارو او نورو رناګارنګ مېوو فارمونه به د ۱۳۹۵ تر اخره پورې جوړ کړي.
د کرهڼې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر لوی کندهار ته د خپل سفر په دروان کې ددې منطقې د خلکو سره ژمنه وکړه چې د ۱۳۹۵ کال تر آخره پورې به هلمند ولایت کې یو ستر د اوبو بند او دوه زره د مېوو فارمونه جوړ شي.
ښاغلي ضمير په خپله بیانیه کې ویلي دي چې ددې ټولو پروژو د عملي کولو لپاره یې څه دپاسه پنځه سوه مېلیونه ډالر په نظر کې نېولي دي چې د کرهڼې په برخه کې به په مصرف اچول کیږي.
نوموړي د هلمند ولایت له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې ورسره لازمه مرسته وکړي او که چېرې مرسته ورسره وشي نو دې ولایت ته به د نورو ولایتونو په پرتله زیاته توجه وکړي.
















