ولسمشر اردوغان اسرائیلو ته: الأقصی جومات ته د لمونځ کوونکو په ننوتلو بندیز به ناوړه پایلې ولري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ کب، ۱۴۰۲ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې الأقصی جومات د لمونځ کوونکو په ننوتلو بندیز به ناوړه پایلې ولري.

ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د اقصی او فلسطین قضیه ټول اسلامي اُمت پورې اړه لري. اقصی جومات ته د لمونځ کوونکو په ورتګ بندیز ټوله اسلامي نړۍ را پارولی شي، چې پایلې به یې اسرائیلي غاصب او نا مشروع ريژیم لپاره ډېرې ناوړه وي.

ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام په منځني ختیځ کې روان حالات د اسرائیلي ريژیم په زیان بللي او په خبره یې لبنان، عراق، سوریه او یمن کې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې د اُمت بیداري په ډاګه کوي، چې اسلامي اُمت درد شریک دی او یوالی یې کولی شي، چې د صهیونیستي ريژیم جرړې وباسي.

د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا د یو داسې خپلواک فلسطیني دولت په جوړېدلو ټینګار کړی، چې پلازمېنه به یې “بیت المقدس” وي. نوموړي ویلي، چې د حماس، اسلامي جهاد او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره یې اړېکې شته او هڅه کوي په قاهره کې د اسرائیلو او فلسطیني مقاومتي ډلو ترمنځ یو داسې اوربند ته زمېنه برابره کړي، چې تل پاتې وي او په پایله کې یې یو ټولشموله فلسطیني دولت رامنځته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button