کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت د سازمان “حشدالشعبي” بې پلوټه الوتکو د اسرائیلو پر یوې پوځي اډې بریدونه کړي دي.
یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې نن پنجشنبه د مارچ په 14 مه نېټه د اشغال شوي فلسطین اړوند د “الجلیل” ښار ګوټي کې د “بال مناچیم” په نامه د صهیونیستي ريژیم یوه پوځي اډه په نښه کړې، چې په پایله کې یې په یاده اډه کې د تیلو-وسلو زیرمې ویجاړې شوي او ګڼ شمېر صهیونیستي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عراق د اسلامي مقاومت سازمان په خپله اعلامیه کې زیاتوي: د روژې په مبارکه میاشت کې به هم د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.
د ویلو ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان پر غزې تړانګې د صهیونیستي ترهګر ريژیم د وحشیانه بریدونو له پیل وروسته څو ځلې په اسرائیلي ښارونو او دغه راز په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو خونړي بریدونه کړي دي.


















