کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د اسرائیلي ریژیم د ملي امنیت او مالیې وزیرانو پلازمېنه “تل أبیب” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال په لومړي وزیر نتنیاهو توندې نیوکې کړي او په خبره یې نوموړی د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی او د سولې ضد افراطیانو غوښتنو ته یې غاړه ایښې ده.
د اسرائیلي ريژیم دغه لوړ پوړي چارواکي زیاتوي، چې د نتنیاهو د سولې ضد پالیسي تاوتریخوالی زیات کړی او د دوه دولتونو د رامنځته کولو حل ته یې د زمینې برابرول ناشوني کړي دي.
د صهیونیستي ریژیم یادو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دوه دولتونو د حل لارې پر ضد د نتنیاهو پالیسي به د امریکا په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو سره د اسرائيلو اړېکې نورې هم خرابې کړي.
د ویلو ده، چې د اسرائیلي ريژیم دغه لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د مصر په پلازمېنه “قاهره” کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د سولې په روانو خبرو اترو کې کوم پرمختګ نه لیدل کېږي او حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو لخوا منځګړو هېوادونو ته سپارلي وړاندیزونه رد کړي دي.


















