کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد ولسمشر “رجب طیب اردغان” له یوې وژونکې حملې روغ وتلی؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ترکي څارګرې ادارې تایید کړې چې دا پېښه د ترکیې سویل ختیځ “سارنک ولایت” ته د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال شوې ده.
ترکي رسنیو د یاد هېواد د څارګرې ادارې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د برید هدف ولسمشر اردغان و؛ خو نوموړی ترې روغ وتلی، یو ساتونکی یې وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوي دي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
ترکي چارواکو که څه هم د پېښې په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی؛ خو ځینو ترکي رسنیو د یاد هېواد د څارګرې ادارې د چارواکو په حواله ویلي، چې بریدګر خپل موټر د ولسمشر اردغان د ساتونکو له موټر سره جنګولی؛ خو دا چې ولسمشر اردغان په بل موټر کې و روغ پاتې شوی دی.
د ویلو ده، چې دا په ولسمشر اردغان لومړی برید دی، مسؤلیت یې تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د یاد هېواد څارګره اداره وایي، چې په اړه یې پلټڼې پیل کړي او د لومړنیو څېړنو پایلې ښیي، چې دا برید به کردانو سره تړلي ترهګر ترسره کړی وي.


















