کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې امریکایي او برېتانوي اشغالګرو یوځل بیا پر یمن هوایي بریدونه کړي دي.
د یمن “المسیره” خبري آژانس خبر ورکړی، چې نن سهار د امریکا او برېتانیا جنګې الوتکو د دغه هیواد په لویدیځ کې د “حدیده” په نړیوال هوایی ډګر هوایي بریدونه کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا او برېتانیا پر یمن بریدونه کوي، بلکې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې بیا بیا په دغه هېواد ورته ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې د یمن د وسله والو ځواکونو د غړو په ګډون پکې ګڼ شمېر ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.


















