یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

نړۍ د ټولنيزو او کلتوري انحرافاتو پر لور

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2024
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
56
ځلې شریک شوی
701
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: محمد سليم سليمان

د ټولنيزو ، کلتوري او مذهبي علومو يو ډېر ادنی لوستونکی هم په دې پوهېږي چې نن سبا نړۍ د کولتوري، ټولنيزو او مذهبي ارزښتونو په برخه کې په ښه لورې نه ده روانه ، له کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو څخه د انحرافاتو مسايل په ۲۱ مه پېړۍ کې په چټکي سره د خپرېدلو په حال کې دي ، خو نړۍ په دې ناروغي چا اخته کړه؟ ولې اخته شوه؟ څوک دې ټولنيزو او مذهبي انحرافاتو پراختیا او پرمختيا ته لمن وهي او ولې داسې کوي؟ موږ په دې ليکنه یې د ځواب موندلو هڅه کړې ده چې تاسې یې لوستلو ته رابولو.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نړۍ چې د ټولنيزو او کلتوري انحرافاتو پر لوري په چټکي سره روانه ده او دا انحرافات له يوې ټولنې بلې ټولنې ته سرايت کوي په لابرتوارونو کې د وايروسونو او باکترياوو له امله نه ده رامنځته شوې بلکې د ځينو هېوادونو او دولتونو رامنځته کړې چې اصلي هدف یې د عامه چلند ، ټولنيز سلوک بدلول او د ټولنيزو ارزښتونو ماتول او ترې تېښته ده چې په اصطلاح د زوال ايډيالوژي په نامه هم يادېږي.

مذهبي ارزښت:

مذهب په ځانګړي ډول د اسلام مبارک دين پر نورو خورا ډېرو دنياوي او اخروي مزاياوو سربېره په اروايي برخه کې د انسان پر ذهني مصونيت ،د زړه سوکالي، تسکين او تسلي کې عمده رول لري ، د ټولنې پر يووالي، ښو کارونو ته د ترغيب، له ناوړه کارونو څخه د راګرځولو امر و نهې پکې نغښتې ده. د اسلام د مخکښو مبارزينو او مبلغينو پخوانۍ کيسې، د نامتو اشخاصو ژوند ليکونه او نور داستانونه انسان ته دا انګېزه ورکوي چې اصلي خوند د مذهبي امورو تابعداري، له نورو انسانانو سره په خيرښېګڼه، ښه چلند، په هر ډول سختو شرايطو کې نه تسليميدل ، خپلو هڅو ته ادامه ورکول او په هغه څه چې لري یې قانع اوسېدل دي.

له بل پلوه هغه څه چې موږ يې دوديز او ټولنيز ارزښتونه بولو، دې ټولنيزې ناباسماني، زخم او مشکلاتو له زياتوالي سره په بېلا بېلو برخو کې مقابله کوي. ټولنيزې اړيکې یې کلکې کړې دي، ټولنې یې سره منسجمې کړې دي او د اجتماعي اتحاد په رامنځته کولو کې یې رول درلودلی دی.

دلته له اخلاقو څخه مراد په يوه مشخصه ټولنه کې د متداولو ښو صفاتو درلودل او ښه کرکتر دی، چې خلک د هغو درلونکی شخص په ښو ستايي او د ښه کردار او چال چلند په درلودلو یې درناوی کوي چې اخلاق حسنه هم بلل کېږي.

همدارنګه که په عمومي ډول وغږېږو نو د ټولو سماوي اديانو تر منځ يو مشترک ټکی د نړۍ د دینونو معنوي او اخلاقي بنسټونه دي جې یو له بل سره په ټکر کې نه دي. په هر دين کې درواغ ويل، دوکه کول، غلطي کول، د بل چا حق خوړل ګناه ده يانې(ټولنيزې بدګڼې) په لږ و ډېر تفاوت او کم او سخت شدت سره په ټولو سماوي اديانو کې منع دي هغه که د اسلام مبارک دين دی، که عيسويت دی یا يهوديت او يا نور… دي.

له بل اړخه سماوي دينونه ناطق ژوندي موجودات (انسانان) د واده او مشترک ژوند په برخه کې یوازې په دوو بیولوژیکي جنسونو ويشي چې له نر او ښځې څخه عبارت دي ، او دا چې واده یقینا د نارینه او یوې ښځې اتحاد دی او له دې اتحاد څخه ملتونه او ټولنې رامنځته کېږي او له بابا ادمه تر دې دمه دا کيسه روانه ده نو ځکه پکې د مثل پر توليد سربېره، خوند ، خير، ښېګڼه او نېکمرغي او مينه نغښتې ده او په انسانانو کې د مينې او مهرباني د سلسلې د ژوندي ساتلو يوه لاره هم ده چې پېړۍ پېړۍ تر موږ ددې مينې تومنه را رسېدلې ده او اديان په تېره بيا د اسلام مبارک دين د ګډ ژوند (واده ) په برخه کې او د مثل په توليد باندې خورا ټينګار کوي نو فلهذا دین د نړۍ د اخلاقو له فساد څخه ژغورلو کې مرسته کوي او د ټولنیزې پراختيا او انساني جوامعو د ډېرښت سبب ګرځي، او د ژوند حقیقي ذوق پیدا کوي. خو نن سبا ددې دواړو هم دين پر وړاندې په شدت سره مبارزه روانه ده او هم د واده په برخه کې د اتحاد چې د (نر او ښځې) له اړيکو څخه عبارت دي مبارزه روانه ده ، ځکه په دې دواړو برخو کې اوس په نړۍ کې خصوصا په لويديځ (اروپا او امريکا) کې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې باقاعده خوځښتونه او ټولنې رامنځته شوې دي چې نر له نر سره او ښځه له ښځې سره واده ته تشويقوي او په دې نامه چې بيولوژيکي اختلال پکې رامنځته شوی دی ټولنې د فساد او اخلاقي زوال پر لوري بيايي او هم له دينونو څخه تېښته چې د اجتماعي سکښت یې راټينګ کړی په خورا چټکۍ روانه ده چې نړۍ ته به ښې پايلې ونه لري ځکه بې له اجتماعي قراردادونو او اصولو څخه انساني ټولنې د ځنګل شکل غوره کوي او بې له دين او د (ښځې او نر) له مشترک ژوند څخه ټولنه ځنګلي او وحشي کېږي.

د کولتوري او ټولنيزو ارزښتونو په برخه کې د نړۍ شرق ، اسيايي هېوادونه او شرقي اروپا لا هم د لويديځ په پرتله دا ارزښتونه ژوندي ساتلي دي او لا هم پکې په کم و زيات توپير ټينګ دي او تر يوه حده عملي کېږي هم لکه اسلامي ټولنې، او نورې هغه ټولنې چې محتاطانه او محافظه کارانه اصول لري د مثال په توګه په چين، جاپان، هند ، د اسیا لرې ختيځ او په تېره بيا اسلامي هېوادونو کې دا ټولنيز سکښت په ښه ډول ساتل شوی دی او د ختيزې اروپا په پرخه کې بيا د بيلاروس، روسيې او پخواني شوروي په جمهوريتونو کې لا هم د مذهبي او ټولنيزو ارزښتونو اصول تر ډېره حده عملي کېږي او هغسې بې بندوباري لکه په اروپآ، امريکا ، کاناډا او يا استراليا کې د فردي او شخصي ازادي په نامه روانه نشته د بېلګې په توګه په تاتارستان کې تاتاریان او روسان ( مسلمانان او ارتودوکس مسیحیان ) څنګ تر څنګ ژوند کوي. په بوریاتیا کې، بوریت بودایان او ارتودوکس روسان په دوستانه توګه سره یوځای ژوند کوي. او د قفقاز مسلمانان د روسي عیسویانو سره خپله ډوډۍ شریکوي. په هند کې مسلمانان او هندوان ښه نږدې اړيکې لري چې دا ټول د ټولنیزو اصولو ، اړيکو، زغم او يوه اجتماعي قانون پر بنياد دي.

خو په اروپا او امريکا کې دا اصول تر ډېره نه عملي کېږي هر شخص او ان هره کورنۍ خپل کولتوري او ټولنيز اصول لري او داسې اجتماعي ټاکلي اصول نشته چې دوی دې سره منسجم او متحد کړي، يوازې کار او کور یې هدف او لکه اوسپنيز روبوټونه کار و خوراک او له هرچا سره چې يې زړه وو جنسي اړيکې یې هدف او موخې دي. د همجنسبازانو او ټرانسجنډرانو بازار ګرم دی او هيڅ داسې اصول او قانون نشته چې دوی له دې ټولنيزو انحرافاتو راوګرځوي د اروپا او امريکا حکومتونو د فردي او شخصي ازادي په نامه دا خلک تشويقوي او د نر له نر سره او د ښځې له ښځې سره واده او جنسي اړيکې ټينګول د دوی شخصي کار ، تمايل ، خواهش او بيولوژيکي عمل ګڼي.

اوس په نړۍ کې د ټولنيزو انحرافاتو پلويانو ته امريکا او اروپا د (نيو ليبرل باور لرونکو) اصطلاح کاروي چې خصوصا په اروپا او متحده ایالاتو کې څه پیښیږي واقعا د اندېښنې وړ دي. فرانسه کې لس کاله دمخه شاوخوا یو ميليون خلک د همجنسبازانو د ودونو د قانوني کیدو پر ضد راوتلي وو او دا کار یې د ټولنیزو او مذهبي ارزښتونو خلاف ګاڼه، ځوانانو ، زړو، ښځو او نرانو ټولو په يوه غږ له خپل دولت څخه غوښتل چې همجنسبازانو ودونه دې نه قانوني کوي خوپولیسو دغه سوله ایز لاریونونه د اوبو د توپونو او اوښکې بهوونکيګاز په کارولو سره ختم کړل. اوس فرانسه داسې حکومت لري چې دوه په ښکاره مشهور همجنسبازان لري، او داسې ولسمشر چې په مکرر ډول د همجنسبازي په برخه کې د فرانسوي رسنیو سرټکی ګرځي. له مذهبي او ټولنيزو ارزښتونو څخه تېښته په ۱۹ مه پېړۍ کې په فرانسه کې هغه وخت پيل شوه چې د laïcité يا لائیسیته غورځنګ بنسټ کېښودل شو او ديني کتابونه یې د ښوونځي له درسي نصاب څخه لرې کړل او بيا یې په تدريج سره دين هم له هر ډول ټولنيزو کارونو څخه حذف کړ او د دودیز عقیدو ځای د نوي لیبرالیزم لخوا ونيول شو، او عام خلګ د اليګارشيانو يا هغو کسانو لخوا رام او تر لاس لاندې شول چې په اقتصادي لحاظ بډايه ، د نفوذ خاوندان وو او پر ټولنه یې راج کاوه.

تر اوسه پورې د فرانسې حکومت هڅه کوي د فردي او شخصي ازادي په بهانه په اسلام او نورو اديانو پر پيروانو دايره را ټينګه کړې او پراخ ولسي لاريونونه پکې ځپل کیږي. رژیم حتی په فرانسوي مطبوعاتو کې یوه اصطلاح لري – مکرونیزم چې پکې فرانسې لومړي وزير (امانويل مکرون) ته اشاره ده، په کوم کې چې نوموړي د سترې پانګې والۍ ، نړیوالتوب ، جنسي تنوع په نامه فرانسه د متحده ايالاتو په غېږ کې ور وغورځوله او د امريکا پر پله یې روانه کړه. په دې وروستيو کې ددې هیواد اقتصادي او ټولنیزه پالیسي په واضح ډول په نیویارک کې د هېوادونو د مشورتي بورډ لخوا ترتيبېږي . په وروستيو کې یې ددې پاليسي په لړ کې مسلمانې نجونې د حجاب له اغوستلوپه کلکه منع کړې ،مذهبي سمبولونه یې له عامه ځایونو څخه ایستل کړل. او طنزي مجلې چارلي ابدو په ښکاره ډول د حضرت محمد (ص) کاريکارتون انځور کړ دا ټول تصادفي او يو دم نه دي شوي ددې تر شا يو اوږد داستان دی او دا د مذهبي باورونو او ټولنيزو باورونو څخه د تېښتې يوه کړۍ ده چې د فرانسې حکومت یې تر شا ولاړ دی.

دا خوځښت په ټوله اروپا کې په پراخ ډول خپرېږي ، د اروپا تر شا ملاتړی بيا د امريکا متحده ايالات دی چې په نړۍ کې ددې ټولې پروسې مشري کوي. شمالي امریکا خو د نړۍ د LGBT غورځنګ مرکز دی. د وروستیو ټولنیزو څیړنو له مخې، شاوخوا ۳۰ فيصده امریکایی ځوانانو پر همجنسبازۍ او دا ډول اړيکو درلودلو اعتراف کړی، چې د پخوانیو اندازو څخه خورا ډیر دی. او متحده ایالات په کلکه په ټوله نړۍ کې د جنسي اقلیتونو حقونه د مدني حق ؟! په نامه ساتي.

او بله جالبه یې لا داده چې اروپايي او امريکايي سياست مردان له خپلو ټولنيزو او کلتوري اصولو دومره منحرفې دي چې زياتره هغه سياسي اشخاص چې اروپا رهبري کوي لونډان يا په اصطلاح هغه کسان دي چې فاميلونه او ماشومان نه لري، لکه د جرمني چانسلر اولاف شولز، د رومانيا ولسمشر کلوس يوهانس، د مالدويا ولسمشر مايا سانډو، د هالنډ لومړی وزير مارک روټ، د سويډن لومړی وزير سټيفن لوفين، د اروپا د کميسيون مشر ژان کلاډ يونکر او داسې نور…له دوی يوه دوره مخکني یې لکه انګېلامېرکل، د ليتوانيا ولسمشر داليا ګريباسکايټ، د برتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيره تيرا مې او د ايټاليا لومړی وزير پاولو سلويري هم ماشومان او کورنۍ نه درلودلې ، په فردي او انفردادي لحاظ دوی ماشومان نه لري او په رواني لحاظ کوم خلک چې ماشومان نه لري هغوی ماشومان نشي درک کولای هغوی د هغو په غوښتنو او راتلونکي نه پوهېږي هغوی نشي درک کولای او چندان یې په کيسه کې نه وي.

لوی ټکي: نړي، انحراف، محمد سلیم، سلیمان،
مخکینې مطلب

امریکا او برېتانیا یوځل بیا پر یمن هوایي بریدونه کړي

بل مطلب

یمن؛ امریکا او برېتانیا پر "حدیده" ۱۴ هوایي بریدونه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com