کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۲ل)
د “المیسره” خبري آژنس د خبر له مخې د یمن د وسله والو ځواکونو ځانګړي تخنیکي ټیم د “سره” سمندرګي په ژورو کې د اروپا د انترنیتي اړېکو یو ستر کیبل پرې کړی دی.
المیسره خبري آژانس د یمن د وسله والو ځواکونو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د یمني پوځ ځانګړي تخنیکي ټیم د سور سمندر په ژورو کې د اروپا د انترنیتي اړېکو یو ستر کیبل په بریالیتوب سره پرې کړی ده.
د ویمن د وسله والو ځواکونو د سرچینو په خبره د یاد کیبل تر پرې کېدو وروسته په “بحر احمر” کې د مېشتو امریکایي، برېتانوي او فرانسوي ځواکونو ترمنځ اړېکو کې خنډ رامنځته شوی او دغه راز په سیمه کې د مقاومت ضد ډلو ترمنځ هم اړېکې غوڅې شوې دي.
د ویلو ده، چې تېره اوونۍ هم د یمن وسله والو ځواکونو له اروپا عربي نړۍ ته د انترنیت غځیدلی یو کیبل پرې کړی و، چې له امله یې څو ورځې په سیمه کې انترنیتي خدمتونه له خنډ سره مخ شوي و.


















