کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۲ل)
د بورکینا فاسو ولسمشر “ابراهیم تراوري” د فرانسې مالي او بشري مرستې رد کړي او دا یې د خپل هېواد د ازادۍ پر وړاندې یوه توطیه بللې ده.
د نوموړي په خبره:موږ له هغوی مرستې نه غواړو چې څو لسیزې یې زموږ هېواد اشغال کړی و.
ولسمشر تراوري زیاته کړې: فرانسه دې د مرستو پر ځای موږ ته د څو لسیزو د اشغال تاوان راکړي موږ خیرات خواره نه یو.
د یادولو ده، چې تازه فرانسې اعلان کړی و چې له بورکینا فاسو سره به یو لړ مالي او بشري مرستې کوي، ترڅو په دغه هېواد کې شته ستونزې یو حل شي.


















